ټکنالوژي

انډرایډ (Android) لپاره د کال تر ټولو غوره انټي ویروس

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): خپل سمارټ فون لپاره یو غوره او پیاوړی انټي ویروس پیدا کول تقریبا ناشونی دی ځکه چې د اپلیکیشن خرڅلاو مرکزونو کې بې شمیره انټي ویروس شته چې یوازې یو ورځې تجربه کول به يي په کلونو وخت ونیسي. یو انټي ویروس نشي کولی ستاسې د سمارټ فون ټول اړتیاوې پوره کړي.

انټي ویروس د اپریټنګ سیسټم په اساس ډلبندي کیږي. د مثال په ډول یو انټي ویروس ایفون اپریټنګ سیسټم کې به تر ټولو غوره وي خو نوموړي انټي ویروس به په انډرایډ سیسټم کې د استفادې وړ نه وي چې په همدې اساس د یو غوره انتي ویروس پیدا کول یو ستړی کوونکی کار دی ځکه چې مونږ نشو کولی د نورو له تجربې ګټه پورته کړو.

همدا راز د انټي ویروس انتخاب د سمارټ فون په وړتیا پورې هم تړلی. ځکه چې مونږ یو پیاوړی انټي ویروس په یو کمزوری سمارټ فون کې چې د رېم (RAM) او پروسېسر (Processor) اندازه يي ټیټه وي نشو ښکته کولی.

په دې وروستیو کې یو نوی ویروس د (RANSOMWARE) په نامه خپره شوې چې یوازې انډرایډ سیسټمونه تر برید لاندې نیسي او سمارټ فون کلپ کوي. کاروونکي یوازې د پیسې په ورکولو سره خپل سمارټ فون بیرته خلاصولی شي چې دغه عمل له یو کاروونکی سره په بیا بیا تکراریدلی شي.

د همدې ویروس له منځه وړلو لپاره اواسټ (Avast) کمپنۍ یو نوی اپلیکیشن خپره کړې چې کاروونکي کولی شي دغه اپلیکیشن په وړیا ډول خپل سمارټ فون ته ښکته کړي. دغه اپلیکیش به د سمارټ فون ټول سیسټم لټوي او هر ډول رنزم وییر (RANSOMWARE) پیدا او له منځه وړي و د کاروونکو کلپ شوي فایلونه خلاصوي. دغه پروګرام د (AVAST RANSOMWARE REMOVAL) په نامه یادیږي او د اواسټ (Avast) کمپنۍ په رسمي پاڼه کې په وړیا ډول موجود دی او هر څوک کولی شي دغه پروګرام خپل انډرایډ سیسټم لرونکی سمارټ کې ښکته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x