اشرف غني، له امریکايي سناتور باکر سره، چې د هېواد د تجزيې وړاندیز يې کړی و.

د لوی شیطان شیطاني سوچ

ډاکټر نعمت الله نیازی

د امریکا د متحدو ایالتونو د جنوبي مېن پوهنتون

د عامې روغتیا د ماستری پروګرام د دوهم کال محصل

روهرا باکر، د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو مشر، څو ورځی وړاندی کابل ته راغی. باکر هغه شخص دی چې د افغانستان د تجزيې او یا هم د فدارلي سیستم د تطبیقیدو څرګندونې يې کړې وې. له شک پرته د هیواد د تجزیې فکر یو شیطاني، غیر عقلاني او غیر عملي فکر دی. زه نه پوهیږم چې روهرا باکر په کوم اساس ځانته دا حق ورکوي چه د یو بل هېواد په هکله د تجزیی څرګندونې وکړي او بله دا چې دی د تجزيې لپاره کوم منطق اوکوم معیارځان سره لري؟ که قومی معیار مطرح وي بیا نو هیواد ۳۲ قومونه یا ژبې لري، نو په دې صورت کې هیواد باید ۳۲ ټوټې شي چې دا عملي فکر نه دی. هیواد کې مختلفې ژبې، مذاهب، عنعنات په ډیر مختلط شکل خپاره دي چې د قوم په اساس د هیواد بیلول ناشوني کوي. که چېرې دا معیار نه وي نو بیا د تجزیې ضرورت څه دی؟

باکر باید له یاده و نه باسي چې لا تر اوسه هم د دوی هیواد کې د تور پوستو او سپین پوستو د پاره په یو جرم یوشان سزاګانې نه دي ټاکل شوي. د دوی هیواد کې د نارینه او ښځینه و لپاره، چې یوشان تعلیمي او تجربوی سطح ولري، متفاوته امتیازونه ټاکل شوي دي. دوی باید خپل هیواد کې لومړی ټولنيز عدالت تامين کړي او بیا دې د نورو هیوادونو په هکله سوچ و کړي.

بله د پام وړ مسئله خو دا ده چې هر هغه هیواد که چې ظرفیت موجود نه وي، اقتصادي حالت په بهرنیو مرستو ولاړ وي او یو قوي مرکزي دولت نه وي تجربه شوي، د فدرالي نظام پلی کېدل به تر ډیره بریده خطر نا ک وي . خصوصا د افغانستان په شکل هیواد کې چې هر ځای کې ټوپکسالار لا هم تراوسه حاکم دی. د هیواد سیاسي مشرانو کتنه له داسې یو شخص سره لویه جفا او یا هم تیر وتنه ده . د اسې کتنې به د دوی اعتماد لا نور هم په خلګو کې تضعیف کړي.

ځینی سیاسی کړیو او یا هم مدني بڼسټونو د قومي ار‌زښتونو په باب ، لکه د افغان د کلمې لیکل په الکترونیکې تذکرو کې، لاریونونه کول، چه البته یو سم منطقي او حقوقي حرکت و اما اوس د داسې شخص په راتګ هیڅ کوم عکس العمل نه تر سترګو کېږي چه په بنیادي ډول زمونږ د ټولو دهویت او ملي افتخاراتو د ورکولو په لټه دلته راغلی . ضروري وه چې د سولیزو لاریونونو په واسطه دداسې شیطاني فکرونو د راتګ نه په جدي ډول مخنیوی شوی وای.

د هیواد ټول وګړي باید پوه شي چې ستاسې قوت ، عزت او هویت په یووالي کې دی. هر څومره چې ډیرې ټوټی شئ هومره زر ماتیدای شئ . بناءً په شیطاني فکرونو مه تیر وځئ!

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ميرويس
میلمه
ميرويس

ډاکټر نعمت الله نيازي وروره د يو هيواد چي ټول مصارف د پرديو تر لاس وي حتي چي د اولس مشر د ناستي چوکي او د اطاق نور سامان۔۔۔ نو دوي به ولي داسي شيطا ني مشوري نه ورکوي۔ دشيطان څخه د خير غوښتنه بيعقلي ده۔