افغانستان

کندز: الماني ځواکونو د چاودني وروسته پر ملکي وګړو ډزي کړي، ۲شهیدان ۷ ټپیان شوي دي

suicide_attack_on_a_German_military_convoy_in_Kunduzنن ټکی آسیا: د کندز ولایت په مرکز کي د ښار سره نيژدې د الماني یرغلګرو ځواکونو پر کاروان سرښندونکی برید وسو، چي له کبله يې د امنیتي چارواکو او الماني ځواکونو په قول د المانیانو یو عراده موټر زیانمن شو، او د دوو تنو ملکي وګړو د وژل کیدو سربیره ۵ تنه نور ټپیان شوه.

د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند سرور حسینی د رسنیو سره په خبرو کي ویلي

چي نن له غرمې مخکي د کابل – کندز پر لویه لاره د کندز د هوايي ډګر سره نيژدې د الماني ځواکونو د فوځي موټرو پر کاروان سرښندونکی برید وسو، چي له کبله يې دوه تنه ملکي وګړي مړه او ۵ نور ټپیان شول..  خو هغه دا نه کړه څرګنده چي ملکي وګړي په چاودنه کي او که د الماني ځواکونو په ډزو ټپیان شوي.

د بلي خوا د الماني ځواکونو د رسنیز دفتر مشر ( ګایر ) هم یو افغان رسنۍ ته ویلي چي د برید هدف ددوی دموټرو کاروان وه، خو هغه هم وویل چي یوازي یو موټر زیانمن شو..

د کندز څخه باخبرو سرچینو نن ټکی آسیا ته وویل چي په پيښه کي ګن شمیر الماني عسکرو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي د برید مسؤولیت هم په غاړه اخیستی ویلي، چي ددوی یو تن مجاهد د چاودیدونکو توکو ډک موټر د الماني ځواکونو پر فوځي کاروان وچولو، چي له کبله يې ۱۲ تنه الماني عسکر مړه او ۳ عرادې موټر يې په بشپړه توګه له منځه ولاړل.

د ملکي تلفاتو په اړه مجاهد وویل چي د برید سمدستي وروسته الماني ځواکونودملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر ډزي وکړي، چي له امله يې ۵ تنه ملکي وګړي شهیدان، او یو شمیر نور ټپیان شول.

باید وویل شي چي دا لومړی ځل نه دی چي بهرني ځواکونه د ورته چاودني وروسته پر ملکي وګړو ډزي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x