نظــر

کاشکې دګوانتانامو زندانیان یې افغان حکومت ته دسپارلو پرځای؛ خپلو کورونو ته پریښي واي!

رحیم بریال
ښه مې په یاد دي، له نن پنځه ـ شپږکاله وړاندې امریکایانومونږ څلویښتو نفرو ته د خلاصون زیری راکړ، له خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییدو، افغاني جامې مو واغوستلې؛ له بوټانو، جرابونیولې د ضرورت وړ شیان یې ټول په بیګ (بکس) کې راته واچول.

د بیک په لیدو ډیر حیران شوم سمدلاسه مې د رسوالله ص دا حدیث ذهن ته راغی چې: هرهغه څوګ چې دالله په لار (جهاد في سبیل الله)کې ووځي نو الله ج به له دوو شیانو ضرور یو ورکوي، یا به یې جنت ته لیږي اویا به سالم و غانم خپل کورته راستنوي.

هو! بلکل همداسې وشول امریکایانو پس له څلورو کالو د زومانو په شان رخصت کړو، کوم څه چې دوی په بیکونو کې راته اچولي وو د تعجب خبره وه. لنډه دا چې هیلوکوپټر ته یې پورته کړو له بګرامه یې د کابل پر لور په لنډ وخت کې انتقال کړو، مونږ په دې سوچ کې و چې افغان حکومت ته په سپارلو به ډیر ژر خپلو کورونو ته ستانه شو؛ خو هغسې ونه شول.

مونږ (بګرام  زندانیان) خو لاڅه چې له کیوبا څخه رانتقال شوي بندیان هم افغان حکومت په میاشتو میاشو له ځانه سره وساتل، مونږ څلوېښت کسیز ګروپ کې يې هر یو په شل شل کاله بند محکوم کړو. دا حالت مونږ ته د زغملو وړ نه و، ولې چې هغه هیلې چې مونږ له خپل افغان حکومت څخه درلودې له خاورو سره خاورې شوې.

زه پس له دوو کالو بیرته د یو څو پیسو په مقابل کې ازاد شوم خو   د هغه وخت بعضې ملګري مې اوس هم د بند شپې تیروي. زه وایم چې کاشکې دګوانتانامو اوسني مظلوم زندانیان یې هم افغان حکومت ته دسپارلو پرځای کورونو ته رخصت کړي وای. ځکه چې له دې سخت زړي حکومت څخه په هیڅ وخت هم د رحم تمه نشي کیدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x