
د پیدايښت حقیقت ـ د ډاروين د نظريې رد ـ پنځمه برخه
ژباړه: دادمحمد ناوک
د بدني غړو استعمال ـ نه استعمال او توافق (Adaptation)
د ډاروین د نظريې د پیل په توګه د ورته والي دموضوع له سپړلو وروسته، پوی شو چې په بنسټیزه توګه هیڅکله دا بشړتيا سمه نه ده، اوس هم د ډاروین د نظريې د یوې بلې ستنې ـ پایېـ په اړه غږېږو. د نوموړي دانظريه چې د بدني غړو د استعمال ـ نه استعمال او توافق تر عنوان لاندې څېړل کېږي، د هغه دا نظريه او د لامارک له لوري د ژوندیو موجوداتو ترمنځ د ډولونو د اکتسابي صفاتو د ارثي لېږد دعوه هم هيڅ اعتبار نه لري. که څه هم د انسان ډېر استعمالېدونکي غړي د نورو په پرتله ښه وده کوي، همدرانګه هغه څوک چې وزن پورته کوي د نورو په پرتله ښه وده کوي او ښې مټې لري؛ مګر کله هم یو څوک له موره وزن پورته کوونکی یا هم د وزن پورته کوونکي په څېر د ښو قوي مټوخاوند نه زېږي، هغه هم باید د ښو قوي مټو موندلو په پار باید ورزش وکړي. پر همدې توګه موسويان تقریباً له ۴۰۰۰ کاله راهیسې سنت کېږي، او مسلمانان هم له څوارلس سوه کاله راهیسې سنت کېږي، خو کله مو هم ونه لیدل چې کوم موسوي یاهم مسلمان دې سنت کړی نړۍ ته راشي. نو ځکه خو د اکتسابي صفاتو ارثي کېدل، او نسل په نسل د لېږد دعوه يې نه علمي حیثیت لري او نه هم د علم په توګه باید ثبت شي.
په ورته توګه د بدني غړو د استعمال ـ نه استعمال او توافق دعوه او بیا يې په ارثي توګه په انواعو کې لېږد؛ یواځې خرافات دي. لامارک دعوه کوي چې « هوسۍ د ونو پاڼو ته د خولې ورغځولو په خاطر د اوږدې غاړې څښتنه شوه.» ایا د حیواناتو په منځ کې داسې حیوان شته، چې د ونو د پاڼو لپاره د خولې غځولو هڅه نه کوي؟ نو ولې یواځې د هوسۍ غاړه اوږده شوې او د نورو نه؟ وزې هم د ونو پاڼو داسې خوري لکه د ځنګل دښمنانې چې وي، خو کله يې هم غاړې د هوسیو په څېر نه دې اوږدې شوې او تل د ونو د پاڼو ته د ور رسېدو خواري کو. ایا مار نه غواړې چې د تېږو او خاور پر مخ دې د سینې پر ځای په پښو لاړ شي؟ ډاروین یو نظر لري، وايي: « د مار پښې دوخت په تېرېدو له منځه تللې.» تاسې دتې تناقض ته وګورئ! که چېرته د ژوندیو موجوداتو د بشپړتیا خبره وي، نو د مار پښې باید د منځه تلو پرځای باید لا لويې شوې وای. دا هم منو چې پښې په یوه وخت کې د استعمال وړ وي او لويې شوې دي، بیا دا هم وايو چې مار خپلې پښې نه استعمالولې ځکه له ودې پاتې شوې، په داسې حال کې چې که مار د اس په څېر له پښو سره پیدا شوی وای، خامخا به يې پښې استعمالولې، خو مار پښې استعمال نه کړي او د خزندې په توګه راغی!! له یوې خوا وايي چې مار تر دې اندازې پښې نه کارولې چې بېخې ورکې شوې، له بلې خو وايي چې هوسۍ خپله غاړه غځوله ځکه اوږده شوه، دې ته وايي تناقض!!! بیا هم ډاروين وايي چې «الوتونکو د الوتلو لپاره وروسته کوڅر پیداکړل.» دلته هم لوی تناقض دادی چې د ډاروین د نظريې له مخې « داستعمالي غړو وده؛ د نا استعمالي غړو ورکېدل» ویلای شو، چې الوتونکو وړاندې تردې چې کوڅر يې د الوتلو وړ شي، نه استعمالول یا یو څه وخت نه استعمالول، چې د ډاروین د نظريې له مخې يې باید وده نه وای کړې یا هم بېخې له منځه تللي وای؛ پر دې سربېره د ډاروين دا دعوه څو پوښتنې نورې را پيدا کوي. الوتونکي بې له دې چې کوڅر ولري، څنګه په تدريجې ډول د کوڅر موندلو کمال ته ورسېدل؟ الوتونکو څنګه دا فکر وکړ چې باید والوځي، د الوتلو لپاره باید کوڅر پیدا کړي او څنګه يې په یوه وار خپل کوڅر پیداکړل؟ د کوڅر تر پیدا کېدلو پورې الوتونکي پر ځمکه له نورو ژونديو موجوداتو سره یو ډول ګرځېدل؟ په داسې حال کې چې الوتونکو داسې غړي لرل چې په یو وار يې ترې کوڅر جوړ کړل، ايا دا غړي يې ډېر وخت ساتلي و؟ که يې ساتلي و، نو ولې او څنګه؟ نه ډاروين او نه هم د هغه د فرضيې هغه لارویان چې دا فرضیه يې یو واقعیت منلې، قانع کوونکي ځوابونه ویلی شي.
پاتې شته…