زنا ته مه نږدې کیږئ

حامد افغان

وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً

د مسلمان له پاره ترټولو لوی لارښود د الله سپیڅلی کتاب او له هغه وروسته په نبوی حدیثو کې د زنا د ممانعت په اړه له حکمته ډکې لارښوونې شوې دي، قران مسلمانانو ته امر کوي چ‌ې زنا ته مه نږدې کیږئ ! ځکه زنا ډېره لویه ګناه ده او ډېره بده لاره ده، د قرانکریم الفاظ دادي: ” ولا تقربوا الزنى إنه كان فاحشة وساء سبيلا” دلته د قرانكريم له حكمته ډكو جملوته یوڅه تم کیږو په قرانکریم ک‌ې د شرک، غیبت، ظلم او نورو ګناهونو په اړه الله جل جلاله مستقیما له هغې ګناه نه د منعي امر کړی دی لکه: ولاتشرکوا یعني تاسو شرک مه کوئ ! ولایغتب بعضکم بعضا یعني تاسو د یوه بل غیبت مه کوئ ! ولاتظلموا یعني ظلم مه کوئ ! خو د زنا په اړه الله جل جلاله وایي: ولا تقربوا الزنی : تاسو زنا ته مه نږدې کیږئ ! داسی یې ونه ویل چې : ولا تزنو ا یعني زنا مه کوئ ! بلکي ویې ویل: ولاتقربوا الزنی یعني زنا ته مه نږدې کیږئ .

د زنا په اړه د قرانکریم داسلوب د دې تغیر په اړه مفسرین لیکې: چې داسې ځکه شوي دي چې په دې سره مطلب دادی چې یواځي زنا نه بلکي هغه ټول اړوند کارونه چې د زنا لامل او سبب کیږي هغه ټول حرام دي لکه له نامحرمی ښځي سره یواځي کیدل یا بې ضرورته خبرې ورسره کول یا لکه په نیټ کې چې نن سبا له پردیو ښځوسره خبرې کیږي، دا راز ښکلول یا پردیو ښځو ته کتل یا یې انځورونه او عکسونه کتل او نور هغه اسباب چې زنا ته سړی را کاږي هغه ټول حرام دي .
امام مسلم بن الحجاج القشیري په خپل صحیح کتاب القدرک‌ې له ابوهریره رضی الله عنه نه یو حدیث روایت کړی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: بنیادم ته چې د زنا برخه لیکل شوې ده هغه به خامخا بیامومي، دواړه سترګې زنا کوي او د سترګو زنا نامحرمو ښځو ته کتل دي ، غوږونه دواړه زنا کوي او د غوږونو زنا اوریدل دي یعنی د نامحرمو ښځو بې ضرورته خبرې اوریدل، او دواړه لاسونه زنا کوي او د لاسونو زنا نیول دي ، او دواړه پښې زنا کوي او د پښو زنا تګ دی یعنی نامحرمو ښځو بې ضرورته ته لاس لګول یا هغوی ته ورتګ ، او په زړه کې د زنا خواهش او مینه پیداکیږي او د انسان تناسلي غړي هغه رښتیا کوي یا یې دروغ کوي . ” عن سهيل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا ، مدرك ذلك لا محالة ، فالعينان زناهما النظر ، والأذنان زناهما الاستماع ، واللسان زناه الكلام ، واليدان تزنيان وزناهما البطش ، والرجلان تزنيان وزناهما المشي ، والقلب يهوى ويتمنى ، ويصدق ذلك الفرج ، أو يكذبه . أخرجه مسلم في ” كتاب القدر.

د زنا په اړه یوتفصیلي حدیث

د بشریت مهربانه او ستر لارښود رسول الله صلی الله علیه وسلم د زنا په اړه ډیرې له حکمته ډکې لارښوونې کړې دي تاسو په دې لاندې حدیث کې د هغه هوښیاري او مهرباني ته ځیر شئ چې یو ځوان په څومره ښکلې توګه له زنا نه منعه کوي! سره له دې چې هغه ځوان نور خلک رټي او غوسه ورته کوي خو دی یې له ځانه سره کښینوي، او په مستقیمه توګه نه ورته وایي چې زنا مه کوه بلکي له دې ستر جرم او لویې ګناه نه د منعه کولو له پاره هغه ته یوه مقدمه پیل کوي چې په هغه کې ده ته دا وښیي چې زنا څومره بده لاره ده او څومره بده ګناه ده او په اخر کې یې د یوه مهربانه پلار په څیر پر اوږه لاس ږدي او دعا ورته کوي، امام احمد له ابوامامه رضی الله عنه نه روایت کوي لومړی د حدیث متن را اخلو:

وقد قال الإمام أحمد حدثنا يزيد بن هارون حدثنا جرير حدثنا سليم بن عامر عن أبي أمامة أن فتى شابا أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال : يا رسول الله ائذن لي بالزنا فأقبل القوم عليه فزجروه وقالوا : مه مه فقال ” ادنه ” فدنا منه قريبا فقال ” اجلس ” فجلس فقال ” أتحبه لأمك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأمهاتهم قال ” أفتحبه لابنتك ” ؟ قال لا والله يا رسول الله جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لبناتهم قال ” أفتحبه لأختك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأخواتهم قال ” أفتحبه لعمتك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لعماتهم قال ” أفتحبه لخالتك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لخالاتهم قال فوضع يده عليه وقال ” اللهم اغفر ذنبه وطهر قلبه وأحصن فرجه ” قال فلم يكن بعد ذلك الفتى يلتفت إلى شيء .

ژباړه: یو ځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل : یا رسول الله ما ته د زنا اجازه راکړه ! مخکي له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم ځواب ورکړي خلکو سپک کړ، بد رد یی ورته وویل او ورته ویی ویل : چوپ شه داڅه وایی ؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ماته رانږدې شه ! او ورنږدې شو هغه ورته وویل کښینه او هغه ځوان د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواته کښیناست او ورته ویې ویل : ایا ته دا خوښوې چې څوک ستا له مور سره زنا وکړي ؟ هغه ځوان وویل : الله مې دي له تا قربان کړي په خدای سوګند چې نه یې خوښوم . رسول الله ورته وویل: نور خلک هم دا نه خوښوي چې څوک یې له مندو سره زنا وکړي . بیا یې ورته وویل: ته دا خوښوې چې څوک دي له لور سره زنا وکړي؟ هغه ورته وویل : الله مې دي له تا قربان کړي نه والله نه یې خوښوم . هغه وویل چې هیڅوک دا نه خوښوي . بیا رسول الله ورته وویل : ایا ته دا خوښوې چې له خور سره دي څوک زنا وکړي ؟ هغه ځوان وویل : خدای مې دي له تا قربان کړي والله که یې خوښوم . هغه وویل : هیڅوک دا نه خوښوي چې له خوندو سره یې څوک زنا وکړي . بیا رسول الله ورته وویل : ایا ته دا خوښوې چې له عمې سره دي څوک زنا وکړي ؟ هغه وویل : خدای مې دي له تا قربان کړي والله نه یې خوښوم . رسول الله وویل : هیڅوک دا نه خوښوي چې له عمه ګانو سره دې څوک زنا وکړي . بیا یې ورته وویل : ایا ته دا خوښوې چې له خالې سره دي څوک زنا وکړي؟ هغه ورته وویل : خدای مې دي له تا قربان کړي نه والله که یې خوښوم . هغه وویل هیڅوک هم دا نه خوښوی چې له خاله ګانو سره دې څوک زنا وکړي . بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه پر وږه لاس کېښود او داسی دعا یې ورته وکړه : ای الله د ده ګناه معاف کړه ! او د ده زړه پاک کړه ! او دی له زنا وژغوره ! او وروسته بیا دا ځوان دومره پاک شو چی د زنا لور ته یې هم نه کتل .
دلته له زنا نه د دې ځوان د منعه کولو له پاره رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره ستر او له حکمته ډک اسلوب کارولی دی !! لومړۍ خو دا ځوان دومره ناخبره و چې د عامو خلکو په منځ کې یې له رسول الله نه د زنا اجازه غوښتله! خو د خلکو د ترټنې په منځ کې د ستر پیغمبر غوره او مهربانه چلند هغه دومره متاثر کړ چې له هرې خبرې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: جعلنی الله فداک یعني خدای مې دي له تا نه قربان کړی!! او هغه رسول الله د زنا بدي ته په ډیره حکیمانه توګه متوجه کړ هغه داسی چی مور، لور، خور، عمه او خاله په هر انسان ګرانې وي نو یو انسان چې له کومې ښځې سره زنا کوي هغه به حتما د چا مور یا لور یا خور یا عمه یا خاله وي او هیڅوک د دې خپلوانو له پاره هیڅ کله نه خوښوي چې څوک دي زنا ورسه وکړي نو بیا د بل چا په حق ولې تیری کوي ؟ او د نورو له خپلوانو سره ولې زنا کوي؟ .

ابن کثیر په خپل تفسیر کې د ابن ابي الدنیا نه یو روایت را اخلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: له شرک نه وروسته بله دومره لویه ګناه نشته لکه په ناروا رحم کې چې انسان خپله نطفه واچوي. یعني زنا کول له شرک نه وروسته ترټولو لویه ګناه ده، د زنا په اړه او د زنا د بدي او خرابي په اړه په قرانکریم کې نور ایتونه هم شته او په نبوي حدیثو کې هم خورا زیات تفصیلات پراته دي . الله جل جلاله دي موږ او ټول مسلمانان له دې سپک عمل نه وساتي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

حامد صیب

تاسو ته سلامونه او احترام

مننه چی ډیر د ضرورت وړ لیکنه مو کړی ده

ای کاش مسلمان په خلوت کې هم مومن پاته کیدای او له شیطان سره یی اوربند یا دوستي نه کولای

رشتیا هم چی زنا ډېر پست او بی غیرته عمل دی

الله تعالی مونږ ته شیطان نه یوازی دا چی دښمن رامعرفي کړی ده بلکه امر یی کړی ده چی په دښمنی یی ونیسو نو پس که موږ او تاسو شیطان په دښمنی ونیوه نو ولا که یی پلار هم مونږ او تاسو زنا او یا بلی ناروا ته ولمسوي

محمد زرمتي
میلمه
محمد زرمتي

جزاك الله خيرا

Hameed
میلمه
Hameed

امین ثم امین اویو بل حدیث به زه هم حامد صاحب ستا په لیکنه چی په مشکوۃ شریف کی د زنا په باره کی راغلی در اضافه کړم چی راوی یی نده راته معلوم ولی حدیث را ته په یاد ده حدیث داسی ده کله چی یو مسلمان او مومن زنا کوی نو پدی وخت دده ایمان دده له وجود نه وځی او دسایی په شکل دده په سر ولاړ وی او دا کار تر هغو ادامه کوی چی تر څو دی له دی وقیح عمل نه خلاصیږی او دا عمل دروی نو ایمان بیرته دده بدن ته ننوځی نو… نور لوستل »