افغانستان

د فرانسویانو په کلتوري مرکز برید کې ټپي شوی ژورنالست ومړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د مترا نومې تلویزون کمره مین زبیرحاتمي چې د فرانسویانو په کلتوري مرکز د طالبانو په برید کې ټپي شوی و، بېګا شپه ومړ.

طالبانو دوه اونۍ وړاندې د استقلال لیسې دننه د فرانسویانو په کلتوري مرکز سرتیری برید وکړ چې له امله یې د دولتي چارواکو له قوله ۱ جرمنی ومړ او ۲۰ نور ټپیان شول.

په ټپیانو کې زیات شمېر فرانسویان او د افغانستان د موزیک ملي انستیتوت غړي شامل وو.

دا بريد داسې مهال رامنځ ته شو چې د استقلال لېسې د فرانسې فرهنګي مرکز په تالار کې «د زړه ټکان او له چاودنې وروسته چوپتيا» په نوم پروګرام، چې د سرتیرو بريدونو او چاودنو د غندنې په تړاو وو، روان و.

د مترا نومې تلویزون کامره مین زبیر حاتمي د خپلو ۳ نورو همکارانو سره په دغه برید کې ټپي شوی و. نوموړی له تېرو دوه اونیو راهیسې د کابل مرکزي روغتون په ایمرجنسي کې د کوما په حالت کې بستر و.

راپورونه وايي چې حاتمي د برید پر مهال د « د زړه ټکان او له چاودنې وروسته چوپتيا » ثبتوله چې په خپله د چاودنې قرباني شو.

دغه ننداراه کې د افغانستان د موزیک د ملي انستیتوت او فرانسې کلتوري مرکز په ګډه همکارۍ جوړه شوې وه.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی و. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر هغو مدني فعالانو، ارګانونو او رسنیو چې «د اسلامي ارزښتونو پر ضد خپرونې، لاریونونو او غونډې کوي او هم بې حجابۍ، ډمتوب، فحشاء او فساد د خپرولو په کار بوخت دي» غږ کړی و چې د دوی د فعالیتونو څخه نور طالبان بې تفاوته نشي پاتې کیدای او دې ته ورته بریدونو په کولو سره به د «فساد جرړې» وباسي او له منځه به یې یوسي.

مجاهد همدا راز ویلي و چې د فرانسویانو کلتوري مرکز ته ټینګ امنیت نیول شوی و او هیڅ بې طرفه څوک نندارې ته ننوتی نه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x