افغانستان

کابل: کرزی وایی امریکایان له طالبانو سره په خبرو اخته دي

karzai(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۹)کابل: تیره ورځ دافغانستان ولس مشر حامد کرزي دیوي وینا پرمهال وویل چي امریکایان په لوړه کچه له طالبانو سره په خبرو اخته دي، نوموړي زیاته کړه په افغانستان کي بهرني ځواکونو په تیره امریکایانو په خپله له طالبانوسره خبري پیل کړی دي.

درواني میاشتي په اولو کي دامریکي دفاع وزیر رابرټ ګیټ هم ویلي وو چي دروان کال تراخیره پوري به له طالبانو سره دخبرو اوسیاسي حل لړي پیل شي.
تیره ورځ دکرزۍ له وینا څخه لږګړي ورسته کله چي نوموړي دخپلي وینا پرمهال ددي ټګی پخلي وکړ چي امریکایان له طالبانو سره په خبرو اخته دي، دکابل ښاریوځل بیا چاودونو اوډزو وښوراوه، له کابل ښارڅخه امنیتي چارواکوخبرورکړ چي څلورتنه سرښندونکي دکابل ښاردپولیسو لومړي حوزي ته ننوتلي اوجنګ یی پیل کړی دي، دپیښي له ځایه څخه امنیتي چارواکو زیاته کړه، سرښندونکي څلورنفره وو، چي یوه دپولیسو دمرکزپه دروازه کي ځان چاودله دی اودري نورله مخامخ جنګ څخه وروسته دپولیسو له لوري په ډزو سره وژل شوی دي.
په کابل کي دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویاند رسنیوته ویلي دي، چي له برید کونکو سره په جګړه کي ۹ تنه وژل شوی دي، چي پنځه له هغو څخه عام وګړي دي دري پولیس افسران اویوهم دڅارګري اداري چارواکی دي.
له کابل څخه دبی بی سي خبریال خبرورکړی دي، نوموړي زیاته کړه دارنګه بریدونه دطالبانو دهغو سټراتیجیو یوه برخه ده چي غواړي په خپلو بریدونه سره دحکومت زړه ته تکان ورکړي.
له بله لوري تیره ورځ دکابل کندهار پرلویه لاره باندي غزني ته څیرمه دناټوځواکونه لپاره مواد لیږدونکي کاروان هم دطالبانو له لوري ترسخت برید لاندی راغلي وو چي له کبله یی زیات شمیر موټري په بشپړه توګه له منځه تللي وي اودبرید په نتیجه کي دکاروان وساتونکوته مرګ ژوبله هم اوښتی وه
دتیري ورځي ټولي خونړي پیښي دکرزي له هغي وینا څخه لږ ګړي وروسته رامنځ ته شوي کله چي نوموړي وویل چي امریکایان له طالبانو سره په مخامخ خبرو اخته دي، خوله بله لوري طالبانو همیشه دخبرو په اړوند پردغه ټیکی باندي زیات ټینګارکړی دي چي ترڅو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نوي مونږبه هیڅ کله خبروته حاضر نه شو.
دامریکي دبهرنیو چارو وزارت ویاندی دکرزي دخبرو په اړه کوم عکس العمل نده ښودلي خو دومره یی ویلي دي مونږ همیشه کوښښ کړی دي چي دافغانستان دولت اوطالبانو ترمنځ به خبروکي مرسته وکړو.
ښاغلي میګان میټسن دفرانس پریس له خبري رسني سره په خپلو خبرو کي وویل مونږ په سیمه کي ډیري پراخي اوپه هره کچه اړیکي لرو ترڅو دسولي له پروسي سره مرسته وکړو.
له بله لوری دبرطانیی حکومت هم ویلی دي مونږبه دسولي دپروسي سره خپل ملاتړ وښیو اوکوښښ به وکړو ترڅو دطالبانو هغه چارواکي له دولت سره یوځاي کرو چي غواړي ددوي په اصطلاح له ترهګرو څخه راجلاشي اودافغانستان اساسي قانون ته احترام ولري.
خوله بله لوری بیا په افغانستان کي دبرطانوي ځواکونو قومندان خبرورکړی دي زه فکرنکوم چي په اوسني شرائطوکي دي له طالبانو سره خبري کومه نتیجه ورکړي، نوموړي زیاته کړه له طالبانو سره خبری هغه وخت ښه پایله ورکولی شي چي دغه ډله له شکست سره مخ شي اوکمزوري شي،نوموړي زیاته کړه اوس کي داسي نښي نښاني هم نه ښکاري چي دغه ډله دي کمزوري شوی وي اوله ماتی سره دي مخ وي.
نوموړي وویل نړیوال ځواکونه باید په افغانستان کي له هغوطالبانو سره اړیکي ونیسي کوم چي غواړي دطالبانو له سخت دریزه مشرتابه څخه خپله لاره جداکړي اودافغانستان دمسئلي دحل لپاره دسولي په هڅو کي راګډ شي.

بخت الرحمن بخت…………………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x