
ننګرهار او کونړ کې چاودنو درنه مرګ – ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۲۳۹۳ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې نن سهار شاخوا لس بجې د دې ولایت په مرکز جلال اباد کې دوه چاودنې وشوې.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضیاء عبدالزی وايي چې د برید هدف د ملي اردو عسکر و، چې په خبره يې یو تن پکې وژل شوی.
د نوموړي په خبره په برید کې د ملي اردو یو عسکر وژل شوی او یو بل ټپي دی، خو عیني شاهدان وايي چې دواړو چاودنو درانه تلفات اړولي دي.
د روح الله په نامه یو تن رسنیو ته ویلي، چې په برید کې تر شپږو تنو ډېرو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.
د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو دولتي مسوولین يې د طالبانو کار بولي.
بل اړخ ته تېر ماښام په کونړ کې د ماین د چاودنې له امله لسو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي ویاند وايي چې په چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې په خبره يې ټول ملکي وګړي دي.
عبدالغني مصمم وايي چې چاودنه د ناړۍ ولسوالي په ځنګل بوشه سیمه کې شوې ده.
د کونړ د والي د ویاند دغه چاودنه هم د دولت د وسله والو مخالفینو کار بللی، خو طالبانو تل د دوی له لوري د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې راپورونه له واقعیته لري بللي دي.
بس خوشحاله اوسئ، چه درنه مرګ ژوبله یی اړولی. تاسو به نور څه دی ملت په تحفه راوړلی بغیر د وینو او ناورین څخه. مونږ دا خبره تل کړی او بیا یی هم کوو چه : امریکا او دپاکستان ای اس ای تر ټولو لوی زیان اسلام ، مسلمان او شعایرو ته تر هر چا خپله پر دین مینو رسولی او داسی یی معرفی کړ چه دا نوم یوازی جنګ، بدبختی، فقر ، بی وزلی او تل وروسته پاتی والی دی. او آفرین یی پر تاسی رسنیو چه غوره انعکاس بیا هم ورکوئ. یوازی د څو روپیو او مادی ګټو… نور لوستل »