افغانستان

کندوز کې عسکرو دوه خبریالان ډبولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): په کندوز کې مدني فعالان وايي چې د کندوز ښار د چټک غبرګون عسکرو دوه تنه خبریالان سخت ډبولي دي.

د کندوز د امنیه قومنداني ویاند سید سرور حسیني هم مني چې د چټک غبرګون د عکسرو له لوري دوه تنه خبریالان ډبول شوي دي.

د هغه په قول خبریالان تېر ماښام په کندوز ښار کې هغه مهال د عسکرو تر ډبولو لاندې راغلل چې غوښتل يې د خپل دوست کره لاړ شي.

د حسیني په خبره دوی عاملین نیولي دي او د ډبول شويو خبریالانو پوښتنه به ترې وکړي.

کندوز مېشتو مدني فعالانو او د کندوز امنیه قومنداني ویاند د خبریالانو هویت په ډاګه نه کړ، چې په کومو نومونو يې له کومو رسنیو سره دندې درلودې.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې په پکتیکا کې د ولسي وګړو له لوري هم دوه تنه خبریالان مرګوني ډبول شوي وو.

د خلکو په وهلو کې د پښتون غږ په نامه د یوې راډیو د نشراتو مسوول او د پکتیکا ولایت د احصايي د مدیرت کارکوونکی عبدالباري نعیمي او د دې راډيو بل کارکوونکی، د رڼا پروډکشن خبریال او د سولې شورا غړی عبیدالله سروضه وال سرسري ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د خورشید تلویزونو خبریال نوراحمدپاييز هم د ملي امنیت عسکرو سخت ډبولی و، چې لا يې هم غږ نه دی اورېدل شوی.

تر هغې وړاندې په سرپل کې  د ملي اردو یو تن قومندان په دې ولایت کې یو سیمه ییز خبریال ډبولی و، اتیلا نوري وايي چې ده یواځې د اردو موټر ته هارن وهلی و، چې د هغوی تر ګوزارونو لاندې راغی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې  تر اوسه د کندوز د ډبول شویو خبریالانو په اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x