fbpx

خټ خټ..لوټ په لوټ

لیکوال: لطف الله خیرخوا

کالم: نکات

شوخ ملا دی، نظر يې سم کار نه کوي. چا سره چې شوخي کوي، داسې کاږه واږه وروګوري. عواطف داسې پرې غالب دي، چې لږ خپګان يې ژړوي او لږه خوشالي يې داسې مستوي، چې له خندا لوټ په لوټ اوړي.

يوه ورځ يې خپلې کيسې پيل کړې او خبره يې دې پورې کوله چې کله کله چا پسې خبرې کوم، سړی مجلس کې ناست وي، زه يې نه وينم، بيا داسې ښکاروم، چې ګوندې ټوکې کوم، کله ځان ښه جدي کړم، چې ګويا غصه يم. وايي کله کله ښه خبر يم چې پلانی مجلس کې ناست دی، خو ځان ړندو کې ووهم، ښه يې وڅنډم او کله مې بيا د خلاصون لار نه وي.

خبرې يې غيبت نه دي، نقدي حس يې ډېر قوي دی او چې څوک په کومه ګناه ونيسي، نو بيا دې ترې خدای خلاص کړي. شوخۍ سره سره زيږ سړی هم دی، پاکې پاکې يې وايي.

وايي يوه ورځ چرته په سفر وم. د کوچانو يوه کلي کې راباندې ماښام شو. جومات ته ننوتم، چې مانځه نه وروسته به کوم مسلمان راته ست وکړي. مانځه نه مخکې مې زړه کې تېر شول، که غلی کېناستې، هر سړی به ګومان کوي، چې د چا مېلمه به وي، په ډاګ پاتې نه شې. درځه ملا صيب نه اجازه واخله، ټول نابلده دي، ښه يو «شعله بيان» تقرير وکړه. د خلکو پام به هم درواوړي او کومه د خير خبره به هم واوري.

مانځه پسې مې د ملا صيب په اجازه داسې ښې جذباتي خبرې وکړې. مسايلو نه ښکته پورته ووتم، چې تقرير مې پای ته ورساوه، خلکو هم يو څه الهام اخيستی و، چې سړی خو مېلمه دی. تقرير نه وروسته ټولو راسره روغبړ وکړ، پای کې يوه ماما وويل چې مېلمه ما ته پرېږدئ، تاسې خلاص يئ.

ماښام ډوډۍ مو وخوړه. ورپسې د ماسخوتن لمونځ و. مانځه پسې ماما لېمڅي راوويستل. يو يې ځان ته خپور کړ، بل ما ته. دواړو ډډې ووهلې.

چای مو چې تر څو څښلې د ماما تعارفي پوښتنې هم پای ورسېدې. يو وخت خو مې سودا هم وه، چې هسې نه کومه خبره کې تېروځم، ځان ته کار ونه ګورم. له همدې ډاره به کله د ماما په خبرو کې ورګډ شوم، داسې موضوع به مې ورواچوله چې ما ته يې پام نه شي.

د خبرو جريان کې يې راته وويل، چې ملا صيب دا ستا خبرو خو پر ما سخت تاثير وکړ. ډېرې خوږې خبرې دې وکړې. دا زموږ ملا صيب خو کله هم داسې خبرې ونه کړې، خالي د مانځه وخت کې راپيدا شي، بيا يې په سترګو هم نه وينو.

«دغسې واز و نسيت يې کله کله کولای د خدای و رسول لار به رامالومه وای».

– ياره ملا صيب غريب سړی يم، هيڅ وسه مې نه کيږي، که نه ښه مې خوشالولې، ثواب مې درباندې کېده.

– نه نه ماما خدای دې ستا عزت وکړي، دا ښه شپه او دا قدر ما ته په هر څه منظور دي.

– ملا صيب! شرم هم دی، که يوه پوښتنه وکړم، خفه کېږې خو نه؟

– نه نه، شل پوښتنې خو وکړه.

– واده دې کړی؟

– (خدايه خير) و، واده مې کړی.

– ښه…

– ولا په خوله مې هم نه راځي، خو ډېر ښه سړی راته معلوم شوې او…

– (زړه مې دربيږي) وايه ماما، څه خبره نه شته.

– ولا خبرې دې سپينې وکړې، ډېر راباندې ګران شوې.

– خدای دې درسره ښه وکړي.

– ملا صيب…سره سپينه «بِياڼه» مې ده. تمامه دنيا ورپسې لېونۍ شوه. نه يې ورکوم.

– (زړه مې ضربان ښه تېز کړ) ښه، ولې؟

– يو خو کم عمره ده، بله سخته راباندې ګرانه ده او يوه ورځ به مې له کوره وځي، خو…

– (لودن رانه خطا شو)ښه، ځه خدای دې درته لري.

– په ولا داسې بِياڼه ده، که يې يو وېښته په درست جهان ورکړم، منې؟ تکه سپينه…سره سره وېښته، په لار روانه وي، چې د سړي زړه ورته هوسيږي…

– خوله شوم، اواز مې هم نری شو، فکر يوړم چې اوس څه ځواب ورکړم؟ که «نه» کوم، نا ځواني ده او که «هو» کوم، دا سره ځاله بچي څنګه کړم؟

– ملا صيب څنګه دې خوښه ده؟

– (وارخطا) ولا مسافر هم يم، مشوره هم غواړي…

– په خدای تېره ورځ مې ورته په پښو نکريزې کېښودې، داسې زېب..داسې زېب..توبه. دا سرې پاپۍ په د چا قسمت وي؟ خدای ته رابرابر کړې، تر تا ښه او سنګين سړی ولا که راپيدا شي. د کليوالو له جنجاله به هم خلاص شم..په خدای سره نښلي.

– (زمکه ځای نه راکوي) سوړ اسويلی مې وکړ…آه..

– څنګه ملا صيب؟

– ماما دا بِياڼه دې څه کيږي؟

– خټ خټ خټ خټ ماما له خندا شين واوښت…

– ماما ولې؟

– خټ خټ خټ خټ لوټ په لوټ اوړي…

– داسې شرمېږم داسې شرمېږم، چې نفَس مې خيژي..

– خټ خټ خاندي او لټيږي..خاندي او لټيږي..

– (شنې خندا نيولی) ملا صيخټ خټ خټ خټ…نه ملاصيب ته اوس خټ خټ خټ…بِياڼه نه پېژنې خټ خټ خټ؟

– (شرم نيولی) نه ولا زه دلته کله راغلی يم؟ دا يو هم زه نه پېژنم.

– خټ خټ خټ خټ لوټ په لوټ، لوټ په لوټ…خټ خټ لوټ په لوټ…

– وه ماما ولې خاندې؟

– (له شنې خندا وروسته) ملا صيب«بِياڼه» موږ د اسپې بچۍ ته وايو…خټ خټ خټ خټ…

– سهار چې ماما راپاڅېده، ما شپږ مورګې پنا کړې وې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

خیرخواصیب،په زړه پوری خودلیکلیونه یی موخه نه ترلاسه کیږی؟یانی څه ماناأوڅوک؟

حنيف
میلمه
حنيف

ديره خوندوره او جالبه كيسه وه خير خوا صيب…. ماما هم قوي رشخند ورباندي وهلي… جي هسي هم ملايان دودونو شوقيان دي رازه لك مجلس ورباندي راكرم كه….

دلاور سیلاب
میلمه
دلاور سیلاب

جمعه سهار ۱۱بجی ۱۶/۱/۲۰۱۵ سلامونه خیرخوا صیب حوړ اوسی ادبی ذوق او سبک مو کم ساری دی هیله ده قلم مو پرچاو نه شی تر څو به معاصر تاریخ کی له دی لاری د پښتو ادب غنی کړی همدغه ډول ادبی ټوټی بالاخره یوه ورځ ښکلی ادبی اثر تشکیلوی له چاپه راوځی او ژبی ته ښکلا او ځلا وروبښی الله مو مل شه