افغانستان

حامد کرزی: د (بن) په غونډه کي باید طالبانو د افغان پلاوي جز و اوسي

hamid_karzai_at_kabul_confiranceنن ټکی اسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي نن ویلي چي که چیري طالبانو ته د بن په غونډه کې د جلا پلاوي په حیث بلنه ورکړه شوه، نو بیا به دی ددغه غونډي څخه بایکاټ کوي، او شرکت به نه په کښي کوي.

حامد کرزي چي د ځوانانو ملي کانفرانس ته يې خبري کولي زیاته کړه: « تر هغه مهاله به له طالبانو سره زموږ له خبرو هم څرګنده پايله ترلاسه شوي وي

چې هغوي هم بايد د دې هېواد د اولادونو په توګه د افغاني پلاوي جز و اوسي ترڅو تر يو بيرغ لاندې او د يو واحد افغانستان په نوم په دغه غونډه کې ګډون وکړي».

هغه زیاته کړه: « که چيرې طالبانو ته په دغه غونډه کې د يوې جلا ډلې په توګه بلنه ورکړل شوه بيا موږ په دغه غونډه کې ګډون نه کوو».

ولس مشر د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه هم خبري وکړي او وې ویل:

« د افغانستان حکومت د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د وړانديز په ځواب کې څو مهم شرطونه ايښي دي».

د دغه شرطونو په اړه نومړي وویل: « دافغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ تړون بايد په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټينګښت سبب شي. ـ په افغانستان کې دې د نړيوالو ځواکونو شتون قانونمند او په ټولو برخو، لکه د عملياتو په لاره اچولو، د موازي بنسټونو د جوړولو، د زندانونو د بندولو، د خلکو دکورونو د لټولو او د هغوي د نيولو په شمول دې د هغوي ټولې په خپل سره کړنې بندې شي. ـ دنړيوالو ځواکونو شتون دې په افغانستان کې د دې هېواد د اساسي قانون او ملي ګټو په چوکاټ کې تنظيم او له افغانستان سره دې د هغوي مرستې د افغانستان د دولت له لارې په څرګند ډول دوام ومومي».

ولس مشر په پای کي پر ځوانانو ږغ وکړ، چي دوی باید زده کړې وکړي، او د سیاست څخه ځان لیري وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x