نظــر

پنجاب او استعمار

لیکوال: قاري سعید

نن سبا د افغانستان مباشر غربي اشغالګر او د هغوی تبلیغاتي لاسپوڅي په ډول ډول تبلیغاتو سره دا کوښښ کوي، چې د مؤمن اولس فرض عین جهاد او د خپلواکۍ مبارزه تر پنجاب او پاکستان پورې وتړي.

دوی ددې لپاره چې د جهادي مبارزې په وړاندې عامه ذهنیت مخدوش کړي پرلپسې د پنجابي استعمار او د پاکستان لخوا د افغانستان د قبضې خیالي وهمونه خپروي.

غیرتي افغانانو! دغه خلک چې نن سبا د خپلو ګټو لپاره له چرمښکۍ څخه درته ښامار جوړوي دروغ وایي، افغانستان به هرڅوک اشغال کړي خو پنجاب او د هندي براعظمګي کوم میشت قام یي نه شي اشغال کولای.

هر قام او جغرافیه خپل ځانګړي خصوصیات لري، د پنجاب په شمول د هند د حوزې په ټولو میشتو قومونو کې د دین، فرهنګ او هنرونو غوندې ساړه فکري تمایلات غښتلي دي، اما دوی د تورې، غیرت، تاخت و تاز،اشغال او سلطه ګرایي خلک کله هم نه دي ثابت شوي.

چینایان حتی د چنګیز غوندې توریالي لري خو څوک به ثابته نه کړي چې د هندي براعظمګي کوم بومي اوسیدونکي دي له دې حوزې بهر کوم هیواد محکوم کړی وي.

ددې حوزې خلک دومره بې ارادې دي چې څو تنو ورغلیو لودي او سوري پښتنو ورباندې پیړۍ پيړۍ پاچاهۍ وکړې،دوی همیشه د عربو، غزنویانو، غوریانو، مغلو، هسپانویانو، انګلیسانو او نورو غربي قبضه ګرو تر ځغ لاندې پاته شوي دي.

دې ته په پام سره دا د استعمار دسیسه ده چې محکوم ملتونه له نورو ویروي او خپل شتون ته زمینه برابروي، دا چې امریکایان او لاسپوڅې یي د پنجاب له استعمار او اشغاله د ویرې تبلیغات کوي، یوازیني موخه یي داده چې خپل مباشر اشغال د وهمي اشغال په تبلیغاتو کې پټ کړي.

اولسه سترګې وغړوه ترڅو میداني حقائق او وهمي خیالات سره بېل کړای شې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سعید صیب تاسو ته سلامونه او احترام مننه چې په تاریخ ولاړه لیکنه مو کړې ده پنجابيان هم پوهیژي چې افغانان له یو بی غیرته دښمن سره کېوتي کنه داسې جرات یی کله هم نه شو کولای چې په رسنیو کې د (دیدو اور هم ایېګا) جک ووهي. دوی د داسې غومبسو ځالې ته ګوتې وروړې دي چې په ژوندوني خپل غچ نه پرېږدي او که خدای کول د همدې مظلومو پښتانو ازار او تندریز غچ به یی د هندوانو در ته کېنوي. پنجابي چارواکي خو اوس د شیطانت له مخې د ورپېښ اور بڅرکي له هند او کابل څخه… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

خدای د خیر درکړی قاری صیب او د غوربندی نه هم مننه چی په خپل تاریخ او افسانو ویاړی خو په یو شی ډیر خفه یم چی د افغان طالبانو – د جنوبی اسیا د القاعدی ویاند – عبدالسلام ضعیف- او داسی نور د پاکستان لاسپوسو د پنجابیو یا د پنجابیو د مزدورانو د ضامنو به وژلو خواخوږی څرګند کړی- ځه حیران پر دی یم چی دا ۴۰ کاله قربانی مونږ ورکوو د القاعده او د نورو د جنګ میدان زمونږ هیواد دی خو دوی پر هغوی زړه څوی او بیا د القاعده ویاند وایی چی د پاکستانی عسکرو د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x