افغانستان

جنرال کریمي: د ګډو عملیاتو لپاره پاکستان سره تفاهم نه دی شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): که څه هم د پاکستان لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو سره د درې اړخیزو عملیاتو خبره کوي؛ خو د افغانستان لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي دا ردوي چې د طالبانو پر ضد ګډو عملیاتو کې یې له پاکستان سره تفاهم کړی.

د جنرال شیرمحمدکریمي په وینا افغان حکومت، پاکستان او ناټو ځواکونو یواځې په دې موافقه کړې چې د ډيورنډ پر کرښه به د «ترهګرو د له منځه وړلو» لپاره له یوه بل سره مرسته کوي.

کریمي ازادۍ راډيو ته ویلي چې «له ګاوندي هیواد یا ایساف سره موږ د ګډو عملیاتو کوم پلان نه لرو، کومې خبرې نه دي شوي، یواځې په دغو ملاقاتونو کې چې څو ځلي له پاکستاني چارواکو سره شوي دي؛ داسې تفاهم شوی چې کله یو لوری عملیات کوي؛ نو دا چې دښمن بل ځای پناه یونه سي بله غاړه به هم حمایوي عملیات کوي.»

جنرال کریمي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز تېره ورځ وویل چې د طالبانو پر ضد به افغانستان، ناټو او پاکستان درې اړخیزه عملیات کوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د پېښور بریدګرو له افغانستانه هدایات ترلاسه کول او دوی سره په دې اړه ثبوتونه شته دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ پاکستاني طالبانو د پاکستاني پوځ په یوه ښوونځي برید وکړ چې په ترڅ کې یې نېږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x