افغانستان

د طالبانو په بریدونو کې نن ۳ بهرني عسکر ووژل شوه

injured_in_kandahar_bomb_blastنن ټکی آسیا: نن په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر په جلا جلا خبرپاڼو کې د خپلو درو تنو عسکرو د مرګ خبرونه ورکړل.

په خپله وروستی خبرپاڼه کې هغوی وویل چي د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د برید له امله یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.

ددې تر مخه په دوه نورو خبرپاڼو کې وویل شوه، چي د افغانستان په جنوب کې د بهرني ځواکونو ۲ تنه عسکر

د طالبانو په بریدونو کې ووژل شوه، بهرني ځواکونو خپل د سیاست له مخي ددغو درو سرو عسکرو د هویت او د پيښي د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چي ددغو اعلانونو وروسته بهرني ځواکونه دا مني چي په روانه میلادي میاشت جون کې ددوی ۳۵ عسکر وژل شوي دي.

او په روان میلادي کال ۲۰۱۱ کې د ځینو رسنیو په قول ۲۵۱ تنو ته دغه شمیر پورته سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x