دانګام کې شپاړلس پوستې د دولت له واکه وتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د خپلې رسمې برېښناپاڼې له لارې د کونړ ولایت د دانګام ولسوالي د جګړې اړوند په دې ولایت کې د دوی له مطبوعاتي نماینده سره غږیزه مرکه خپره کړې ده.

په کونړ کې د طالبانو مطبوعاتي استازی وايي چې دوی تر اوسه پورې شپاړلس پوستې نیولي دي او د جګړې په لومړیو ورځو کې يې اته ویشت تنه عسکر وژلي دي.

د دې استازي په قول د اته ویشتو عسکرو جسدونه د کلي د خلکو په منځګړیتوب دولت ته سپارل شوي دي.

په ختيځ زون کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان هم وايي چې د دانګام په جګړه کې څلوېښتو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

تورن جنرال محمد زمان وزیري وايي چې دوی د طالبانو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري، خو په خبره يې د جګړې له پلانه ښکاري چې بهرني لاسونه پکې دي.

نوموړي وايي چې د جګړې تکتیک ته په کتو موږ باوري يو، چې له طالبانو سره بهرني ملګري هم شته.

وسله وال طالبان وايي چې دوی د دانګام په جګړه کې تر اوسه پورې خپل یو ملګری له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي، هغوی دا نه مني چې ګواکې په جګړه کې دي بهرني ملاتړي هم ورسره وي.

په کونړ کې د طالبانو د مطبوعاتي استازي په غږیزه مرکه ویل شوي چې دوی تر اوسه پورې شپاړلس پوستې نیولې دي او د اربکیانو مشهور قومندانان مزمل، پاچا او خانجان د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي.

په دغه مرکه کې په کونړ کې د طالبانو استازی وايي چې د چورلکو له لوري بمباري شوې ده، خو دوی ته يې زیان نه دی اړولی.

دولتي مسوولین هم وايي چې د دفاع وزارت اړوند چورلکو په دانګام کې د سورکمر او ساوون په سیمه کې بمباري کړې، خو له تلفاتو يې څه نه دي ویلي.

طالبان وايي چې بمباري له دوی نه لرې شوې ده، په غږیزه مرکه کې اورېدل کېږي، چې د دوی ملګري له ولسوالي سره دومره نږدې دي چې دولت يې تصور نه شي کولای، ځکه خو د دوی په خبره بمباري هم له ولسوالي لرې په غرونو کې شوې ده.

طالب استازی وايي چې دوی له خلکو سره هیڅ ډول مشکل نه لري، خو په خبره يې خلک يې پوی کړي، چې بې ضرورته دې د جګړې په سیمه کې ډېره ګرځېدا نه کوي.

د دې مرکې په اوږدو کې ویل کېږي، چې د دانګام په ولسوالي کې د ملي اردو مرستندوی کتار یواځې تر ولسوالي یو کیلومتر وړاندې د کارکوړک سیمې ته لاړ شي، خو د بریدونو له امله وړاندې نه شي تللی.

د همدې مرکې له مخې تېره ورځ د کونړ له اسعد اباد څخه هم د ملي اردو مرستندویه کتار روان شوی، چې په مرکه کې ویل شوي، اسعد اباد ته څېرمه او په شېګل ولسوالي کې سختو بریدونو بېرته شاتګ ته اړ کړی دی.

یاده دې وي تېره ورځ د کونړ والي شجاع الملک جلاله هم وویل چې د دوی ځواکونو په یادو سیمو کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

والي د رسنیو له لارې د ملي اردو د ځواکونو پرمختګ له واقعیته لري وګاڼه او ويې ویل چې د دوی مرستندوی کتارونه د طالبانو په ماینونو او بریدونو کې ایسار پاتې دي.

دم ګړۍ د دانګام ولسوالي شاوخوا لارې تړل شوې دي او هیڅ ډول دولتي امکانات ورته نه رسېږي.

طالبانو په سیمه کې د خلکو د کورنو سوځول هم رد کړي دي او ویلي يې دي چې د اربکیانو کورونه چې د پوستو په توګه کارېدل، د دوی تر بريډ لاندې راغلي او په خبره يې د څلورو ډاټسن موټرو په ګډون يې ترې پرېمانه درنه اوسپکه وسله هم تر لاسه کړې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

أالحمدلله ،أاللهم انصراخوانناالمجاهدین فی کل مکان