افغانستان

د مهاجرو ویستل له شوو ژمنو سرغړونه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا حکومت د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې دغه تصمیم د شویو وعدو خلاف عمل دی او دغه ستونزه دې د ديپلوماتیکو لارو حل شي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس اوسمهال ۱،۶میلیونه قانوني او تر یو میلیون زیات په له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.

د خیبرپښتونخوا حکومت د لیندۍ پر ۲۸مه د ایالتي کابینې په یوې ناسته کې په یوه میاشت کې د افغان مهاجرینو د ویستلو امر صادر کړ.

ددغه ایالت د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ناسته کې د پېښور د برید په اړه خبرې وشوې او وروسته يې په دې پریکړه وکړه چې مهاجرین له پښتونخوا وباسي.

خو د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت ویاند اسلام الدین جرئت نن / یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه/ پژواک ته ویلي چې د مهاجرینو د ویستلو تصمیم ایالتي حکومت نیولی او دی فکر نه کوي چې عملي دې شي. نوموړي ویلي چې د ایالتي حکومتونو تصمیم د وړاندیز په حد کې نیول کیږي او وروستۍ پریکړه مرکزي حکومت کوي.

نوموړي زیاته کړې چې «دغه تصمیم زیاتره مطبوعاتي او تبلیغات جنبه /اړخ لري او دی فکر نه کوي چې دغه تصمیم دې د پاکستان مرکزي حکومت ونیسي او عملي دې کړي».

د نوموړي په وینا که د پښتونخوا حکومت تصمیم عملي هم شي نو دا به د دوه هېوادونو تر منځ د پریکړو خلاف عمل وي.

جرئت له قوله دوی په دوه اړخیزه او درې اړخیزه ناستو کې چې د پاکستاني چارواکو سره یې لرله په دې موافقه کړې چې د ۲۰۱۵ز کال تر پایه به افغانان په دغه هېواد کې قانونا اوسیږي.

د مهاجرینو د وزارت ویاند په باور پاکستان پخوا له افغان مهاجرینو سره ښه چلند کړی دی او دی امید لري چې په اینده کې به هم ورته چلند له مهاجرینو سره وکړي او په زور افغان مهاجرین ونه باسي.

نوموړي ویلي چې د مهاجرینو چارو وزارت به ډير ژر دې مسئلې په اړه د پاکستان حکومت له چارواکو سره وغږیږي.

شننونکي د خیبرپښتونخوا حکومت وروستۍ پریکړه «احساساتي» بولي او په وینا یې د مهاجرینو په ویستلو کې دوی هيڅ واک نه لري. دوی وايي چې د پښتونخوا حکومت وروستۍ پریکړې یواځې پولیسو ته د مهاجرینو د تنګولو لپاره قانوني جواز ورکول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذکرالله پکتیاوال

د افغان مهاجیرینو راستنیدل کومه بی ګټی پایله نه لري. د افغان مهاجیرینو راستنیدل به کومه بی ګټی پایله ونه لري ځکه چی که چیری مهاجیر را ستانه شي خو د خپل جایداد دعوګیر به وي کوم چی په پښتونخو کی لري باید د هغه لاس ته کولو ته قوي اوږه ورکړي او افغاني اوږه چی ورسره ملګری شي انشاه الله ډیورنډ کرښه به را خپله کړي هغه کرښه چی د هر افغان له زړه تیره ده او ددی کرښې لسګونه کاله کیږي چې پاکستان یې د لاس ته کولو په هڅه کې دي او کوم عملونه چی د یو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x