نړۍ

څلور نور پاکستاني طالبان اعدام شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): پر پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرويز مشرف د بريد په تور څلور نور پاکستاني طالبان اعدام شول.

دغه څلور تنه، چې زبير احمد، رشيد قريشي، غلام سروربهټي، او اخلاق احمد، چې پر روسي پيژندل کيده، پر مشرف د بريد په تور د پنجاب ايالت فيصل اباد ښار په محبس کې په دار شول.

راپورونه وايي، چې نن ورځ د څلورو واړو په دار شوو کسانو کورنيو دوی سره وکتل او خپل اخري وصيتونه يې هم ورته وويل.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې څلور واړه کسان نن ماذديګر په دار شول او نن به يې مړي خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

فيصل اباد کې د يادو کسانو د اعدام پر مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي او لويې لارې د عامو خلکو او ترافيکو پر مخ بندې وې.

بل پلو لاهور کې هم د څلورو نورو تورنو د اعدام پرېکړه شوې او کېدای شي، راتلونکي ۳۶ ساعتونو کې په دار شي.

چارواکي وايي، چې د اعدام پر ورځ به د لاهور محبس اړوندې لارې بندې او د ګرځنده ټيليفونو«مبايل» خدمات به هم ځنډېلي وي.

د تېرې جمعې په ورځ هم فيصل اباد کې پاکستان دوه پخواني پوځيان پر جنرال مشرف او د پوځ پر عمومي دفتر د بريد په تور اعدام کړي وو.

۲۰۰۸م کال راهيسې پاکستان کې د لويديځو هېوادونو د فشار له امله پر اعدام بنديز لګېدلی و او تېره اوونۍ پېښور کې د پوځ پر ښوونځي له خونړي بريد وروسته د پاکستان د پوځ په غوښتنه صدر اعظم ميانواز شريف يو ځل بيا اعلان وکړ، چې پر اعدام لګېدلی بنديز يې پورته کړ.

بل پلو پاکستاني طالبانو په خپل غبرګون کې ويلي، چې د حکومت له لوري د دوی د ملګرو اعدامول کومه نوې خبره نه ده او له دې مخکې هم پاکستان د دوی ملګري وژلي دي او دوی به د خپلو ملګرو د اعدام بدل له حکومتي چارواکو او د هغوی له خپلوانو اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x