افغانستان

د کنړوالي وايي د پاکستاني فوځ په ډزو اته ماشومان مړه، دوې میرمني ټپیاني شوي دي

نن ټکی آسیا: د کونړ والي سید فضل الله وحیدي رسنیو ته ویلي چي په تیرو څو ورځو کې پاکستاني فوځ د افغانستان خاوره په وار وار په نښه کړې، او په دغه لړۍ کې ۱۴۰ مرمۍ د افغانستان خواته ور غورځولي، چي له امله يې ۸ ماشومان وژل شوي دي، او دوې میرمني ټپيان شوي دي.

هغه وویل چي پاکستاني فوځ له څو ورځو راهیسي د کنړ ولایت د شیګل او خاص کنړ پر ولسوالیو د توپونو مرمۍ اوره وي،

چي یوازي پرون ددغو ډزو له امله ۴ تنه هلکان د خاص کنړ د شوکڼۍ په سیمه کي ووژل شوه.

او ددې تر مخه د شیګل د ولسوالۍ د چوګان په سیمه کې د ورته ډزو له امله هم څلور تنه انجوني وژلي شوي وې، او دوه تنه میرمني ټپيان شوي وي.

د نومړي په وینا په دغه اړه مرکزي حکومت ته معلومات ورکړه شوي دي، او دغه مسله به د افغانستان، پاکستان او ایساف په ګډو غونډو کې هم مطرح شي.

د کنړ والي وویل چي د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوي چي وايي د افغانستان څخه د تخریبي عمل لپاره مخالفین اوړي، او ددوی پر امنیتي ځواکونو بریدونو کوي، بې بنسټه وبللې، او زیاته يې کړه، چي دا شکایت خو مونږ له دوی څخه لرو، د پاکستان څخه مخالفین را اوړي، او دلته افغانستان کي بریدونه کوي، چي د اسامه وژل په پاکستان کې ددې یو لوی ثبوت دی.

له یوې مودې راهیسي د افغانستان او پاکستان پر پوله په دغه سیمه کې شخړي زیاتي سوي دي، پاکستان ادعا کوي، چي وسله وال د افغانستان څخه پاکستان ته را اوړي، او پر امنیتي ځواکونو پراخ بریدونه کوي، چي له کبله يې زیات شمیر امنیتي کسان، عام وګړي او خپله وسله وال وژل شوی دي.

او پر دغه سربیره پاکستان دناټو ځواکونو، امریکا، او افغانستان ته خپل رسمي احتجاج هم وړاندي کړی، او دامریکايي او ایساف ځواکونو څخه يې غوښتنه کړې، چي په پاکستاني سیمو کي د عملیاتو څخه ډډه وکړي.

باید وویل شي چي تیره ورځ بهرني ځواکونه تر پولي تیر سوي وه، او هلته يې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته له منځه وړې وه.

د اسامه د مړیني وروسته د پاکستان او امریکا خپل منځي اړیکي خورا خرابي شوي دي، چي له ډیرو هڅو وروسته هم نه دي سمي شوي، چي له همدې امله ځیني خلک وايي چي کیدای سي د پاکستان پولو سره دغه نوی تاوتریخوالی د امریکا له خوا یوه هڅه وي تر څو پاکستان باندي فشار زیات کړي، او خپلي غوښتني په ومني.cross_border_fire_between_pakafg

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x