نظــر

ناټو غواړي سوریه په مذهبي-قومي کرښو ووېشي

عبدالباري عطوان
ژباړن: احمد جرس

که موږ غواړو، چې عربي نړۍ کې د لويديځ پر پلانونو او پټو دسيسو پوه شو, نو بايد د ملګرو ملتونو او ناټو د عمومي منشيانو څرګندونې وڅارو؛ ځکه چې ناټو خو د امريکا او اروپا نظامي څانګه ده او د همدې هېوادونو د نظامي ستراتيژي په موخه کارونه کوي.

۱۹۸۹م کال کې چې د برلين ديوال ونړيد او ورسره د کميونيزم ټغر هم د نړۍ له سره ټول شو، نو د ناټو د هغه مهال مشر لونډ جوزيف په څرګندو ټکو وويل، چې اوس دوی د يو بل دښمن په لټه کې دي، چې د کميونيزم پر ځای به دوی اوس ورسره په جګړه کې وي او هغه دښمن اسلام دی او دوی بايد دغه جګړه په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو پر مخ بوځي او هغه مهال د امريکا« اکانوميسټ» مجلې د لونډ جوزيف څرګندونې په څو پاڼو کې راخيستې وي.

د لونډ جوزيف څرګندونې او وړاندوينې رښتيا شوې که څه هم هغه به دا خبرې د خپلو باوري معلوماتو له مخې کړي وي، چې دوی به يو وخت دغسې بريدونه کوي، مګر د اسلامپالنې ګواښ د ستر شوروي اتحاد -چې زرګونو اتومومي وسلې، جنګي بيړۍ او توغندي لري- سره ورته ښوول د خلکو له نظره مناسبه نه بريښده او امريکا د همدې کوچني او فرضي ګواښ له مخې پر افغانستان يرغل وکړ، عراق يې اشغال کړی او ليبيا يې هم ونړوله.

د ناټو پخواني سرمنشي اندرس فوګ راسموسن، چې پر ليبيا يې د هوايي بمبارۍ امر او څارنه کوله، تېره ورځ «د منځني ختيځ ستونزې، لوبغاړي او حل» په اړه يوې غونډې ته په خپله پرانستونکې وينا کې وويل، چې «موږ بايد سوريه هم د بوسنيا په څېر په مذهبي او قومي کرښو ووېشو او په دې اړه بايد د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ او هوکړه تر لاسه کړو او دی بايد له واکه لاس پر سر شي.»

دغه غونډه د سوريې او ترکيې سرحد ته څېرمه قليونجي ولايت غازي عتاب سيمه «د سيمې د ټاکلو اهميت» کې حسن پوهنتون له خوا جوړه شوې وه.

بوسنيا کې له ۱۹۹۲- ۱۹۹۵م کاله د صربيانو او مسلمانانو تر منځ جګړې روانې وې او د امريکا استخباراتو «سي ای اې» د دغې جګړې تودولو ته ښه لمن ووهله او عربي هېوادونو هم د امريکا په غوښتنه دغه هېواد ته مسلمان مجاهدين لېږل او مجاهدينو خو پر خپل دين د غيرت له امله دغه جګړه کې برخه اخيسته او هغوی د امريکا او لويديځې نړۍ له دسيسو نه و خبر، چې دوی دلته خپل شوروي دښمن ټکوي.

له ۱۹۹۲ تر ۹۵ پورې، چې له دواړو لوريو زرګونو خلک ووژل شول، مسلمانان په دې پوه شول، چې د امريکا او نورو لويديځو هېوادونو له لاسه يو ځانګړی اسلامي هېواد نه شي جوړولی، زړونه يې مات شول، نو متحده ايالاتو ۱۹۹۵م کال کې د امريکا ډايټن ايالت کې امن کنفرانس راوباله او اعلان يې وکړ، چې بوسنيا بايد دوه جلا جلا هېوادونه شي.

اول د بوسنيا او هرسک فيدرالي حکومت، چې واکمنان به يې مسلمانان وي او دوهم د صرب جمهوري هېواد، چې واکمنان به يې صربيان وي او دواړو هېوادونو کې يې د ناټو سوله ساتي«؟» ځواکونه هم ځای پر ځای کړل.

د ناټو پخوانی مشر راسموسن اوس غواړي، چې دغه او يا دې ته ورته فورمول په سوريه کې هم عملي کړي، مګر دا يې ونه ويل، چې د سوريې له تقسيمه به څو هېوادونه جوړيږي.

ايا دغلته به درې هېوادونه جوړيږي، چې سني، شيعه او درزي او که څلور، چې د سوريې شمال کې به کردانو لپاره هم جلا هېواد جوړيږي.
نو دې وخت کې به د اسلامي دولت په اړه څه پرېکړه کوي، چې اوس يې نيم عراق او د سوريې درېيمه برخه نيولې او شاوخوا اته ميليونه نفوس لري او غواړي، چې د خپل واک او ځواک ساحه نوره هم پراخه کړي.

ښه نو بيا به امريکا اسلامي دولت هم په رسميت پيژني؟ هو ولې نه. ايا امريکا د طالبانو حکومت په رسميت ونه پيژانده او په ابو ظبۍ، رياض او اسلام اباد کې يې ورته سفارتونه خلاص نه کړل؟

چا چې نويمو کلونو کې د بوسنيا جګړه کې د امريکا او ناټو د جنګي الوتکو بمبارۍ او د دغه هېواد په څو ټوټو (کوسوو، بوسنيا، الحبل الاسود او کرواتيا» ويشل په دقت څارلي وي، نو اوس پوهيږي، چې امريکا او ناټو يو ځل بيا هماغه سناريو په سوريه کې هم تکراروي.

د سوريې په پټ وېش يې کار پيل کړی، خپل هوايي بريدونه یې ورځ تر بلې زور نيسي، سيمه کې مذهبي او قومي جګړو ته لمن وهي او بهرنۍ مرستې ښې په درز کې روانې دي او د منځني ختيځ او نورو اسلامي هېوادونو مجاهدين په ډلو ډلو راروان دي.

اوس خبره دا ده، چې د راسموسن دا سناريو به دلته بريالۍ شي،کومه چې دوی بوسنيا کې کارولې وه؟

راسموسن په خپله وايي، چې دا وړانديز ډېر بريالی ځکه نه بريښي، چې سوريه کې مذهبي او قومي شخړې له بوسنيا ډېرې ژورې او پراخې دي، مګر بيا يې هم پر خپله خبره ټيڼګار کاوه، چې سوريه بايد په څو هېوادونو وويشل شي.

دلته د دې خونړۍ دسيسې په اړه دوې خبرې ډېرې د پام وړ دي:

اول: سوريايي چارواکي به له يو اړخه ډېر اندېښمن وي، مګر له بل پلوه، به يو څه خوښ هم وي؛ ځکه امريکا غواړي، سيمه کې جهادي ډلې لکه اسلامي دولت، جبهة النصرة او احرارالشام وځپي او له منځه يې يوسي.

دوهم دا چې دا غونډه د ترکيې په هغه سيمه کې ترسره شوې، چې سوريې سرحد سره نژدې ده او همدا سيمه د ترکي چارواکو له خوا د بشارالاسد د رژيم د ړنګولو توده سيمه بلل کيږي، نو داسې ښکاري، چې ترکيه هم د همدې پلان ملاتړې ده او يا لږ تر لږه د دې پلان مخالفت نه کوي.
د ناټو دا پلان ډېر خونړی دی، چې له مخې يې د تېر څلور کلن ولسي پاڅون او کورنۍ جګړې ټول بهرني عوامل رابرسېره کيږي او که دا خونړی پلان بريالی شو، نو امريکا او لويديځ به دغه پلان په نورو عربي هېوادونو، لکه عراق، مصر، سعودي عربستان او نورو هېوادونو کې هم عملي کړي.

ايا سوريايي ولس د عربي او سيمه ييزو هېوادونو په هڅونه د دې لپاره پاڅون وکړ، چې خپل ټولنيز، اساسي حقونه او ازادي تر لاسه کړي او که د دې لپاره، چې خپل هېواد په څو ټوټو وويشي؟

اوس په همدې څو سوالونو ګزاره کوو، ځکه که موږ ټول ځانونه غلط نه کړو، نو پوهيږو، چې حالات پر کومه روان دي او په ډېره لنډه موده کې به لويديځ هېوادونه په زغرده سوريه په څو ټوټو په مذهبي او قومي کرښو ووېشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x