ورزش

ریال ماډرېډ د شخصي لوبډلو نړیوال جام وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د هسپانيي پیژندل شوې شخصي لوبډلې ریال ماډرېډ د ارجنټاین شخصي لوبډلې سن لورنزو ته د ۲-۰ سره ماتې ورکړه او د شخصي لوبډلو نړیوال جام یي وګټله.

ریال ماډرېډ دغه لوبه د راموس او ګرت بېل دوه ګولونو په مرسته وګټله خو دغه لوبه کې د دې لوبډلې پیژندل شوی ستوری کریسټیانو رونالډو په ګول وهلو بریالی نشو.

دغه لوبه کې له پیل څخه د ریال ماډرېډ بریا ښکاریدله او دغه لوبډلې په اسانۍ سره ارجنټایني لوبډله له مخې لرې کړه او یو بل اعزاز يي په خپل نوم د فوټبال په تاریخ کې ثبت کړ.

څنګه چې هیله کیدله دغه لوبه د ریال ماډرېډ په ګټه پیل شوه او د سن لورنزو لوبغاړي د غیر قانوني کړنو په مرسته غوښتل د دغو حملو مخه ونیسي چې د لوبې په لومړۍ شل دقیقو کې د دغې لوبډلې دوه لوبغاړو ته ژیړ کارت ورکړل شو.

د لوبې لومړۍ ګول سرخیو راموس ووهله. دغه ګول د توني کروس ښکلی پاس په مرسته ووهل شو.

د لوبې لومړۍ نیمايي په ورستیو ثانیو کې د ریال ماډرېډ لوبډلې پیاوړی لوبغاړی مارسلو ژوبل شو چې د لوبې روزونکی د لوبې په لومړۍ نیمايي کې خپل لوبغاړو لومړی تبادله ترسره کړه او د مارسلو پر ځای يي کوینترایو میدان ته دننه کړه.

د لوبې دوهمه نمایي کې ډیر ژر دغه لوبډله د ګرت بېل په مرسته په دوهم ګول وهلو بریالی شوه چې دغه ګول د ولزي په مرسته ووهل شوه.

د لوبې تر پایه د سن لورنزو لوبډلې په ګول وهلو بریالی نشوه او دغه لوبه يي د دوه ګولونو په توپیر د ریال ماډرېډ لوبډلې په ګټله وبایلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x