افغانستانخبرونه

ګیلاني: د کابینې ځنډ د اشرف غني له خوا د ډېرو ژمنو له امله دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د کابینې په تړاو د افغان حکومت د مقننې قوې غوسه ورځ تر بلې راپارېږي. پرون د ولسي جرګې رييس نوی ګډ حکومت «امریکايي» وباله او امریکا سفارت یې د دې حکومت «زېږنځای» ګڼلی. ابراهیمي نور هم مخکې ولاړ او حکومت یې «مطلق غیرقانوني» یاد کړ.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم مخکښ غړی سید اسحاق ګیلاني پر دې باور دی چې ښايي د حامد کرزي د حکومت کابینه نه وای منحل شوې او کار یې دوام کړی وای. ګیلاني مني چې د امریکا په سفارت کې د (تېر سپتمبر کې) عبدالله عبدالله او اشرف غني د واک پر پنځوس-پنځوس وېش سره سلا شوي وو.

ګیلاني پر ولسمشر تور پورې کوي چې د کابینې د اعلان ځنډ د ده لاسه دی. دی وايي عبدالله عبدالله ورته د لندن له کانفرانس څخه وړاندې په ډاګه کړې وه چې په کابینه کې يې خپلو څوکیو ته د په ګوته شوو کسانو لېست اشرف غني ته سپارلی؛ خو غني لا هم دوې اوونۍ وخت غوښتی و. د اشرف غني له خوا د ځنډ لامل ګیلاني داسې په ګوته کوي چې اشرف غني له ډېرو خلکو سره د وزارتونو ژمنې کړې اوس ورته مشکله ده چې کابینه ژر جوړه کړي.

اسحاق ګیلاني دا مني چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ پر وزارتونو چنې روانې دي. دی وايي ستونزه د اشرف غني له خوا په شوو ژمنو کې ده. مګر د اشرف غني د ټاکنیز ټیم غړې هیلۍ ارشاد بیا د کابینې د ځنډ لامل د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ د وزارتونو پر وېش چنې وهنې ګڼي. آغلې ارشاد وايي چې ځینو نومونه چې د یوه اړخ له پاره د منلو وړ وي، مقابل لوری یې ردوي او یو شمېر چې مقابل اړخ وړاندې کوي د ولسمشر ټیم یې نه مني. ارشاد وايي چې یوازې د ملي امنیت لوی ریاست له پاره د ښاغلي رحمت الله نبیل پر ټاکنه دواړه مشران یوه خوله دي.

اسحاق ګیلاني وايي: «په ډېر صراحت سره وایم چې د رحمت الله نبیل ټاکنه د امریکا او انګلستان د سفارتونو له خوا کېږي او دغو سفارتونو ویلي چې د امنیت رييس دې تر یوه کاله پورې خپل کار ته ادامه وکړي. د نبیل ټاکنه د دوو مشرانو پر رضایت نه دی شوی». ګیلاني وايي: «زه خپله له جان کېري سره غونډو کې وم چې هدایت به یې ورکاوه چې موږ څه وکړو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

تباه سئ تاریخ مو وشرماوو، کاشکې خدای مو په ایبولا اخته کړي او دا وطن درنه خلاص سي

عزیز

سلام : که چیری کابینه د ورتیا له مخی جوریدلی فکر نه کوم کی دومره زیات وخت ونیسی . زما په فکر دوی دواره لوری د شوی ژمنو له امله چی د زورواکانو سره یی کری دی موافقی ته نشی رسیدلی.

عزیز لعلی . غزنی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx