افغانستان

فراه: د طالبانو په برید کې ۱۵ ټانکره وسوځول شوه، او ۱۲ ساتونکو ته يې مرګ ژوبله ورسیده

nato_trucks_burning_in_afghanistanنن ټکی آسیا: د افغانستان په لویدیځ ولایت کې فراه کې طالبانو د بهرني ځواکونو پر یوه اکمالاتي کاروان برید کړی، چي له کبله يې ۵ تنه ساتونکي مړه، ۷ ټپيان شوي دي، او پر دغه سربیره ۱۵ عرادې د تیلو ټانکران سوځول شوي دي.

د دلارام ولسوالۍ څخه یو امنیتي جګ پوړي چارواکی خبر ورکړی، چي تیره ورځ ماښام ناوخته یو شمیر وسله والو د کندهار- هرات پر لویه لاره

د دلارام په ولسوالۍ کې د بهرنیانو پر یوه اکمالاتي کاروان وسله وال برید وکړ، چي له امله يې ۱۵ عرادې ټانکران وسوځول شوه، او ۱۲ تنو امنیتي ساتونکو ته مرګ ژوبله ورسیده، چي ۵ يې مړه او ۷ ټپیان دي.

د نومړي په وینا ددې څخه هم د زیات زیان اوښتو اندیښنه وه، خو د جګړې په مهال چي کله نور مرستندویه پولیس ورسیدل، طالبان دجګړې څخه پر شا سوله.

هغه وویل چي د برید کوونکو شمیر شاوخوا ۷۰ تنو ته رسیدی.

ویل کیږي چي د جګړې له امله دغه لویه لار چي کابل – کندهار د هرات سره نښلوي، د ۵ ساعتونو لپاره بنده وه.

د بلی خوا دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدي هم د برید په اړه معلومات ورکړی، او زیاته کړې ده، چي تیره ورځ په دغه برید کې شاوخوا ۲۰ تنو ساتونکي مړه، او ۸ نور ټپيان شوه.

هغه زیاته کړې چي ۱۸ عرادې د تیلو ډک ټانکرونه وسوځول شوه، او د اکمالاتي کاروان د ساتونکو یوه سرف ډوله موټر هم ویجاړ شو.

نومړي وویل چي په دغه برید کې طالبانو زیات شمیر وسلې او نور مهمات هم غنیمت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x