نړۍ

فلوريډا کې يو امريکایی پوليس افسر ووژل شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳): د امريکا فلوريډا ايالت چارواکي وايي، چې په يو وسله‌وال بريد کې يو پوليس افسر وژل شوی دی.

پوليس زياتوي، چې دا پېښه پر ځايي وخت سهار درې بجې رامنځته شوې او شکمن بريدګر يې نيولی او د پېښې په اړه ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

تېره شپه هم د نيويارک ښار دوه پوليس د يو تور پوستي ځوان په ډزو وژل شوي وو.

په دې وروستيو کې د امريکا په ګډون ګڼو لويديځو هېوادونو کې مرموزې وژنې او غلچکي بريدونه ډېر شوي دي.

يو شمېر امريکايي چارواکي فکر کوي، چې دې بريدونو کې د اسلامي دولت لاس دی او دغه جهادي ډله د انټرنيټ پر مټ امريکا او نورو لويديځو هېوادنو کې ځوانان ځانته راجلبوي او په تلخونو کې يې روزي او بيا يې د چارواکو او امريکايي ولس د وژنو لپاره پر دندو ګوماري.

امريکا کې د اسلامي دولت د ګواښونو سربېره يو ځل بيا د سپين پوستو او تور پوستانو تر منځ شخړې او توکميزې جګړې پيل شوي دي.

څه موده وړاندې د امريکا ميسوري ايالت فرګوسن او نيويارک کې سپين پوستو پوليسو په دوو جلا جلا پېښو کې دوه تورپوستي امريکايان وژلي وو او امريکايي محکمې دغو دواړو سپين پوستانو ته براءت ورکړ.

د امريکا په لروبر کې تورپوستانو د محکمې د پرېکړې په غبرګون مظاهرې او لاريونونه پيل کړي او دغه مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي، چې تر اوسه په کې ګڼو ملکي او دولتي وګړو او املاکو ته زيانونه اوښتي دي.

تېره شپه هم يو ۲۸ کلن تورپوستي د نيويارک ښار دوه پوليس د ګزمې پر مهال وژلي وه او له پېښې وروسته يې ځانوژنه هم کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x