نړۍ

رسنۍ: پاکستان ایران ته په خپله خاوره کې د عملیاتو اجازه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): ایراني رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه هېواد چارواکو له پاکستان سره تړون کړی، څو د ایران مخالفو کړیو پر ضد د پاکستان په خاوره کې عملیات ترسره کړي.

میزان په نوم یوې ایرانۍ وېب پاڼې چې ویل کیږي د دغه هېواد د قضايي قوې لخوا چلول کیږي په خپل یوه راپور کې ویلي چې پاکستان له ایران سره په دې وروستیو کې د امنیتي همکاریو په اړه موافقه لاسلیک کړې، چې له مخې یې ایران کولای شي د خپلو مخالفینو د وژلو لپاره پاکستان کې عملیات وکړي.

د ایران ملي امینیت او بهرني سیاست د کمېټې یو غړي محمدحسن اصفري د میزان وېبپاڼې سره په یوې مرکه کې ویلي چې بېلتون پالي بلوڅ په ایران کې بریدونه کوي او بیا په اسانۍ سره پاکستان ته تښتي. «د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره دواړو هېوادنو تر منځ موافقه شوې چې ایران د بلوڅو ترهګرو پر ضد عملیاتو کې د پاکستان خاورې ته داخلېدای شي».

پاکستان د ایران سره د سیستان بلوچستان ولایت کې پوله لري. په دغه ولایت کې سني بلوڅان د ایران حکومت پر ضد له دې امله بریدونه کوي چې ایران پرې ظلمونه کوي. په دغه سیمه کې د جندالله، جیش العدل او جیش النصر ډلې د ایران د «پاسدران انقلاب» پر ځواکونو بریدونه کوي.

دغه ایرانی چارواکی ادعا کوي چې پاکستان پوځ د پلوڅ «ترهګرو» د ختمولو صلاحیت نه لري. نوموړي ویلی چې په سرحدي سیمو کې بلوڅو په بریدونو پاکستان خواشیني ښودلې او وروسته یې ددغو «ترهګرو» پر ضد عملیاتو کې ایراني پوځ ته اجازت ورکړی چې د پاکستان حدودو ته داخل شي.

حسین اصفري ویلي چې پاکستان او ایران باید په ګډه توګه د «ترهګرۍ» څخه د خلاصون په موخه په شوې موافقې جدي عمل وکړی.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د دسمبر په میاشت کې د پاکستان ملي پارلمان رییس سردار ایاز صادق او د نوموړي ایراني هم منصبه علي لاریجاني سره په ګډه امنیتي موافقه لاسلیک کړه.

ایران او پاکستان تر منځ هغه مهال تاوتریخوالی راپیدا شو چې د پاکستان پولې ته څېرمه بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو پر ایراني ځواکونو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یو شمېر ایراني عسکر ووژل شول. له پېښې وروسته ایران ګواښ وکړ چې که پاکستان دغو ډلو پر ضد جدي اقدام ونه کړي دوی به په پاکستان کې عملیات وکړي.

پاکستاني چارواکو تر دې مهاله ددغو څرګندونو په اړه رسمي دریځ نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x