افغانستان

غزني: په دوو جلا چاودنو کې د خصوصي شرکت ۳ ساتونکي مړه او ۲ ټپیان شوي دي

blast_in_the_central_province_of_Ghazniنن ټکی آسیا: نن د غزني ولایت دمرکزي ښار د دریمي امنیتي حوزې په سیمه کې دوې چاودنې وشولې، چي له کبله يې د یو امنیتي شرکت چي کمپاز (compass) په نامه سره یادیږي،  درې تنه ساتونکي مړه او دوه نور ټپیان شوه.

په دغه اړه د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویل شوي چي په غزني کي ددغه شرکت پر موټرونو دوې جلا جلا چاودني وشولې،

چي لومړي چاودنه يې نن سهار وختي په سیمه ایز وخت څلور بجې او دیرش دقیقو په شاوخوا کې د غزني د ښار په دریمه امنیتي حوزه کي ددغه شرکت د ساتونکو د سپرلیو پر موټر وشوله، چي له کبله يې دوه تنه ساتونکي ووژل شوه.

د خبرپاڼي له مخي دوهمه چاودنه په سیمه ایز وخت د اوو بجو په شاوخوا د ښار په دریمه امنیتي حوزې کې د خدایداد په سیمه کې را منځته شوله، چي له کبله يې هلته هم د همدې شرکت یو ساتونکی مړ او دوه نور ټپيان شوله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه بریدونو مسؤولیت په غاړه اخیستی او ویلي چي په دواړو چاودنو کې ۹ تنه ساتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

800×600 Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x