نظــر

بندي زوی یې هیواد ته راغی؛خو په خوارکۍ مور یې تورې خاورې انبار دي!

رحیم بریال

د ګوانتانامو زندان نه را خلاص شوی افغان بندي

خیالي ګل له نن نه دوولس کاله وړاندې په ۲۰۰۲ م کال د یوسف په نوم دکمپاین یوه قوماندان لخوا د(صحراباغ) په پوسته کې هغه مهال د سورلۍ له موټرڅخه راکوز کړل شو چې له خپل کلي صبریو څخه خوست ښار ته پر لاره و.

خیالي ګل دحکومت ضد له هیڅ یوې ډلې سره اړیکې نه لرلې یوازې او یوازې دوو شخصي دوښمنانو دزندان تورو تیارواو وخشتونو میلمه کړ، دا چې په لومړیو کې یې هیڅ دژوند او مرګ درګ نه لګیده بوډی مور به یې تل دا ارمان کاوه چې کاشکې د نازولی خیالي ګل مې په ژوند یو ځل کفن او هډوکي لیدلي واي ،

مور خوارکی یې د زوی په غم کې دسترګو نظر له لاسه ورکړ ،

او دادی خیالی ګل په داسې حال کې له ګونتانامو څخه دکابل ادارې ته وسپارل شو چې مور یې زره ورپسې وچاوده،وفات شوه او په قبر یې تورې خاورې انبار دي .

جاسوسه کور ته دې ړنګ شه!
.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاری حسیب

السلام علیکم الله د د خیالیگل مور بی بی وبخشی او د زندان اجر د ورته وکړی قدرمنه دا ورکړی تصویر د خیالی ګل ندی دا شاولی د قندهار اوسیدونکی دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close