ورزش

انګلینډ خپل لوبډلې ته نوی لوبډل مشر ټاکلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): انګلینډ روان یو ورځنۍ نړیوال جام سیالیو لپاره د لوبډلې پخوانۍ لوبډل مشر الیسټر کک لرې او پر ځای يي مورګان د دغې لوبډلې لوبډل مشر ټاکلی.

الیسټر کک د انګلینډ یو له پیاوړو لوبغاړو څخه ده خو وروستۍ ورځې کک لپاره د کرکټ له نظره ښې ورځې نه وې. نوموړی په تیرو سیالیو کې ډیره خرابه لوبه وکړه چې په همدې اساس د انګلینډ کرکټ بورډ د نوموړي پر ځای مورګان د دغې لوبډلې نوی لوبډل مشر په توګه معرفی کړ.

روان میاشت د انګلینډ او سریلانکا لوبډلو ترمنځ ۷ یوه ورځني لوبې وشوې چې دغو لوبو کې د انګلینډ لوبډلې ۵-۲ سره د سریلانکا په وړاندې ماتې وخوړه. دا په داسې حال کې و چې کک د انګلینډ لوبډلې لوبډل مشري په غاړه درلود.

مورګان هم په ۲۰۱۴ زیږیدیز کال کې د توپ وهنه په برخه کې ښه ندی ځلیدلی او د منډو اوسط يي ۲۵.۴۵ دی. خو ۲۸ کلن مورګان خپل لوبډل مشري په دوران کې تر ټولو غوره ریکاډ لري. نوموړي له دې مخکې د ۸ یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډل مشر ټاکل شوی و چې دغو لوبو کې يي ۴۲۷ منډې جوړې کړې وې او منډو جوړولو اوسط يي ۷۱.۱۶ و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x