افغانستان

دغور والي: ملي اردو د پولیسو سره په جګړه کي مرسته نه کوي، طالبانو یوه سیمه ونیول

afghan_army_kabulنن ټکی آسیا: د غور والي عبد الله هیواد رسینو ته ویلي چي د ولینه ولسوالۍ د سرتیده سیمه طالبانو ونیوله.

نومړي وویل چي په دغه سیمه کې د درو ورځو راهیسي جګړې رواني وې، چي نن د طالبانو په بریا سره دغه سیمه د دولت له لاسه ووتله.

نومړي په سیمه کې میشت د ملي اردو کنډک په دې تورن کړ، چي په وار وار د مرستو پر غوښتنو

سربیره يې د پولیسو سره هیڅ ډول مرسته په دغو جګړو کې نه ده کړې، او ورته ویلي يې دي، چي ملي اردو یوازي د چغچران د ښار د ساتلو مسؤولیت په غاړه لري.

د غور والي که څه هم د تلفاتو په اړه کوم ډول معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې ده، چي اوس هم پولیس په دغه سیمه کې مقاومت کوي.

د والي ویاند عبد الحي خطیبي ویلي چي طالبان ددغه سیمي په نیولو سره د هلمند او بادغیس د ولایتونو تر منځ لوژستیکي لاره پرانیستل غواړي، تر څو ددغو ولایتونو تر منځ خپل جنګیالي او وسلي په ازاده انتقال کړي.

800×600 Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x