شاهد خان افریدي له نړیوال یو ورځنیو لوبو استعفا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): شاهد افریدي اعلان کړی چې له راتلونکی نړیوال جام سیالیو وروسته کوم چې د راتلونکی زیږیدیز کال په فیبروري او مارچ میاشتو کې په استرالیا او نیوزیلینډ کې ترسره کیږي له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي.

شاهد افرید دغه څرګندونې یوې خبري غونډې ته د یکشنبې په ورځ کړې. نوموړی به شل اوریزو سیالیو ته کوم کې چې د پاکستاني لوبډلې مشري په غاړه لري تر ۲۰۱۶ زیږیدیز کال شل اوریزو سیالیو نړیوال جام پورې ادامه ورکوي.

شاهد افریدي د نیوزیلینډ په خلاف د پاکستاني لوبډلې مشري وروسته د مصباح الحق له زخمي کیدو په غاړه واخیست چې د لوبو دغه لړۍ پاکستان د ۲-۳ په توپیر د نیوزیلینډ په ګټه وبایلله. د سیالیو دغه لړۍ کې شاهد افریدي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. نومړی دغو لوبو کې ۲۰۵ سټرایک ریټ سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې وې او توپ اچونې په برخه کې يي ۸ ویکټې اخیستې وې په داسې حال کې چه د منډو ورکولو اوسط یي ۴.۰۳ پر اوور و.

افریدي چې نړیوال جام کې به ۳۵ کلن شي تر اوسه ۳۸۹ یو ورځني لوبو کې لوبیدلی او د نړۍ تر ټولو چټک سلیزه يي د سریلانکايي لوبډلې په خلاف په ۱۹۹۶ کال کې وهلی. کوم ریکاډ چې ۱۷ کاله دوام وکړ او بیا د ۲۰۱۴م زیږیدیز کال د جنوري په میاشت کې د نیوزیلینډي لوبغاړۍ کوري انډریسن لخوا مات شو.

افریدي یو ورځنیو لوبو کې ۷۸۷۰ منډې جوړې کړي چې د منډو اوسط يي ۲۳.۴۹ له ۱۱۶.۲۹ سټرایک ریټ سره ده. توپ اچونې په برخه کې يي هم ۳۹۱ ویکټې اخیستي. نوموړی په ۲۷ ټیسټ او ۷۷ شل اوریزو سیالیو کې هم د پاکستان لپاره لوبیدلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د