
ایبولا د افریقا په ۳ هیوادونو کې ۷۳۷۳ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د افریقا په لویدیځ کې تر اوسه ۷۳۷۳ کسان د ایبولا د ناروغي له کبله وژل شوي، او په دغه ناروغي د اخته شویو کسانو شمېر تر ۱۹۰۰۰ اوښتی دی.
د صحت د نړیوالي ټولني په وینا په دغه ناروغي اخته کسانو شمېر په تیرو څو ورځو کې په ډیره چټکۍ سره پورته شوی، او ۵۰۰ کسان په ډیره لنډه موده کې په ګینیا، لیبیریا، او سیرالیون کې ووژل شول.
دغي ټولني ویلي چې سیرالیون د ایبولا په ناورغي تر ټولو زیات زیانمن شوی، او یوازي ددغه هیواد ناروغانو شمېر ۸۷۵۹ تنو ته پورته شوی، په داسي حال کې چې لیبیریا کې د ناروغانو شمېر ۷۸۱۹ ریکارډ شوی دی.
خو له بله اړخه ویل کیږي چې په لیبیریا کې بیا د مرګونو شمېر زیات دی، ځکه چې تر اوسه د هغه ځای چارواکو د ۳۳۴۶ کسانو د مرګ اعلان کړی، خو بل اړخ ته په سیرالیون کې همدغه شمېر ۲۴۷۷ تنو ته رسیدلی.
د يادونې وړ ده، چې ايبولا ناروغي روان کال په لويديځه افريقا کې راپيدا شوه، چې لومړنی يې سيراليون، لايبريا او نايجريا هېوادونو کې خلک اغېزمن کړل.
ايبولا د نړۍ تر ټولو مرګونو ناروغيو کې شمېرل کيږي او په څو ورځو کې د انسان ژوند اخيستی شي.
د ايبولا ناروغۍ پيژندنې او له هغې څخه د ځان ژغورنې په اړه نن ټکی اسيا يو څېړنيزه ليکنه هم خپره کړې، چې لينک يې په لاندې ډول دی.