مهاتیر محمد د نوي پرمخ تللي مالیزیا پلار او بنسټ ګر ګڼل کیږي

مهاتیر محمد او د بالون د سیالي کیسه

لیکوال: حامد افغان

په کال 1974م کې په مالیزیا کې مهاتیر محمد د “کوپینګ باسو” د ښونځیو د یوه ښونځي په کلنۍ غونډه کې مشر میلمه و، دا مهال مهاتیر محمد لا د ښوونې او روزنې وزیر نه و چې وروسته یې بیا وزير شو او په کال 1981م کې د مالیزیا لومړی وزیر وټاکل شو.

مهاتیر محمد په دې غونډه کې وویل چې زه د ښوونځي استادانو ته یوه سیالۍ وړاندي کوم چې څوک بریالي شول هغوی ته به ارزښتناک انعامونه ورکوي هغه سیالي داسي وه چې ټولو استادانو ته یې یو یو بالون (پوکاڼه) ورکړ، بیا یې هغوی ته وویل چې هر یو خپل بالون وپړسوئ او بیا یې هر یو په خپله پښه پوري وتړئ، ټولو استادانو همداسي وکړل او په پښو پوري یې پړسیدلې بالونونه وتړل.

مهاتیر محمد ټول استادان په یوه ګول او تنګ ځای کې رایوځای کړل او ورته ویې ویل: تاسو ته مې ارزښتناک انعامونه راوړي دي زه ګڼل یعني یو، دوه، درۍ… پیل کوم او دا به یوه دقیقه دوام کوي، له یوې دقیقې وروسته به هر هغه استاد ته انعام ورکوم چې خپل بالون یې روغ ساتلی وي! .

ګڼل پیل شول او استادانو د یوه بل په بالونونو بریدونه پیل کړل هر یوه غوښتل چې د نورو بالونونه څیري کړي تر څو ګڼ پای ته ورسید. دا چې د څو استادانو بالونونه روغ پاته شول او انعام یې ترلاسه کړ؛ مهمه نه ده راځو د مهاتیر محمد وینا ته چې څه یې ورته وویل.

مهاتیر هک حیران پاته شو او استادانو ته یې وویل: ما له تاسو هیڅکله دا غوښتنه نه وه کړې چې د یوه بل بالون څيري کړئ، که تاسو هر یو ارام دریدلي وی او منفي ګام مو نه وی پورته کړی د ټولو بالونونه به روغ وو او ما به ټولو ته انعامونه ورکړي وو، خو پر موږ ټولو منفي فکر غالب ده موږ داسي بریالیتوب خوښوو چې د نورو له لاسونو یې وتروړو په داسي حال کې چې د نورو د بریا په لاره کې له خنډونو رامنځته کولو پرته په اساني سره بریا ته رسیدلی شو .

متاسفانه زموږ ټولنه بیخي زیاته په منفي افکارو لړلې او تړلې ده، او لویه بدمرغي مو دا ده چې زموږ پوهه او سواد لرونکی قشر تر هغو نورو زیات په کرکو، نفرتونو، منفي سوچونو، دښمنيو او عقدو لړلي او ککړ دي، الا ما شاء الله تعالی او چې مالګه بل منګې شي خواړه به څنګه په مالګه کوو؟!!، له منفي فکر نه د ځان ژغورلو په اړه د نوې مالیزیا د پلار مهاتیر محمد له پند او خوند ډکه کیسه زموږ د منفي سوچ ځپلې ټولنې له پاره پریمانه درسونه او عبرتونه لري، که یې ډېرو وګړو ته ورسوئ شونې ده کوم تیاره او ګرومژلی فکر روڼ او وغوړوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

یاره دا استادان خو دلته لابیخي له عقل نه خلاص ؤ چې دمهاتېرمحمدپه وینایې په پښوپسي دیوه انعام لپاره پوکاڼي غوټه کړل ، نو له دوی نوره تمه کیدی نه شوی هههههههههههه