افغانستان

طالبان وايي په کابل کې اوس هم عملیات دوام لري، ملي امنیت وایی، پای ته ورسیدل

Defense_Ministry_in_Kabul_Afghanistan_Monday_April_18_2011نن ټکی آسیا: د کابل په ښار کې نن د طالبانو له خوا د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې باندي برید وکړ، چي له کبله يې تر اوسه درې تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کي وویل شوه، چي د کابل د لومړۍ امنیتي حوزې په دروازه کې د یو انتحاري برید له امله دوه تنه پولیس او یو ملکی وګړی مړه او د څلورو نورو پولیسو په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شوه.

په اعلامیه کي ویل شوي چي د برید اصل هدف د کابل مستوفیت وو، کوم چي د لومړۍ امنیتي حوزي سره نژدې موقعیت لری.

اعلامیه وايي چي برید ګر ۳ کسه وه، چي د امنیتي چارواکو له خوا په مقاومت کي وژل شوی دي. او عملیات نور پای ته ورسیدل.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي ددغه برید مسؤولیت يي هم په غاړه اخیستی ویلي چي برید کوونکي درې تنه وه، لومړی یو تن سرتیری طالب د دروازي دوه تنه چوکیداران ځای پر ځای ووژل او بیا دننه ولاړ او هلته يې خپل چاودیدونکو توکو ته پټاو ورکړ.. د مجاهد په وینا دوه تنه نور بریدګر هم تیار وه، هغوی هم ودانی ته ننوتل، چي په کلاشنکوفو، راکټونو او لاسي بمونو سربیره پر ځان پوري تړلي چاودیدونکو توکو سمبال وه، هغوی تر اوسه لا ځان هلته خوندی کړی، او برید ته يي ادامه ورکړي ده.

د نومړی په وینا په دغه برید کې تر اوسه زیات شمیر عسکر وژل شوي دي، خو د دقیقي شمیرې په اړه يي څه نه ده ویلي.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x