د راپور پر اساس: د جمهوري ریاست ویب پاڼه هم خوندي نه شي بلل کیدای

د افغانستان دولتي ویب پاڼي وایرس وهلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د دولتي ادارو ویب پاڼې د کتلو او کارولو لپاره خوندي نه دي، او امکان لري چې د کتونکو او چلونکو د کمپيوټرونو څخه خصوصي او دولتي معلومات نا معلومو جهتونو ته انتقال شوي وي، اودا لړۍ لا هم روانه ده.

دغه ادعا یوه خصوصي امریکايي شرکت کړې چې د انټرنیټ په امنیت کې تخصص لري، او زیاته کړې يې ده، چې د افغانستان د دولتي ادارو ټولې رسمي ویب پاڼې وایرس وهلي دی، او د دغو ویبپاڼو په فایلونو کې داسې کوډونه ځای پر ځای شوي، چې کېدای شي، د دې پاڼو د کتونکو، کارکونکو او ټولو فعالیتونو راپور یو نا معلوم جهت ته د هرځل خلاصیدو سره سم ولیږدوي.

د تریټ کونکټ (threat Connect) ویب پاڼي په وینا د افغانستان د رسمي ادارو ټولې پاڼې چې د یوه معلوماتي مرکز (CDN) سره تړل شوي، او هغه مرکز ادرس «cdn.afghanistan.af »ښوول شوی دی، او زیاته وي چې په دغه مرکزي پاڼه کې د جاوا سکریپټ داسي فایل دی چې د افغانستان د دولتي ادارو ټولې پاڼي کار ځیني اخلي، او دغه فایل کې په دې ورستیو کې داسي یو کوډ ځای پر ځای شوی چې له کبله یې په یوې بلي خارجي پاڼه کې پروت د جاوا سکریپټ فایل په کار پیل کوی، چې له کبله یې امکان شته چې د کوډ ایښودونکي د دغه ویبپاڼو د کتونکو او چلونکو له کمپيوټره مهم اسناد تر لاسه کړي.

د جاو سکرپټ فایل ، او هغه کوډ چې مشکوک بلل شوی

د جاو سکرپټ فایل ، او هغه کوډ چې مشکوک بلل شوی

نوموړې ویب پاڼه ادعا کوي، چې دغه کوډ به د چینايي هیکرانو له خوا ايښودل شوی وي، خو د دې ادعا د ثابتولو لپاره په ځینو مفروضو ولاړ شواهد لري، چې د نن ټکی اسیا د تخنیکي همکار په وینا شواهد نه شي بلل کیدای.

د تریټ کونکټ په وینا د افغانستان د ویب پاڼو د معلوماتي مرکز په یوه فایل کې دغه کوډ د ډاکټر عبد الله سره د یوه چینايي جګ پوړي چارواکي د ملاقات سره هم مهاله ایښودل شوی، او زیاتوي، چې همدې ته ورته د چین په پلازمینه بیجنګ کې د یونان د سفارت ویب سایټ هم هغه وخت ماین کاري (هیک) شوی وو، کله چې د چین یوه جګ پوړي چارواکي د یونان څخه لیدنه کوله او هلته یې د یونان د چارواکو سر په ليدو کتو بوخت و، خو د نن ټکی اسیا د تخنیکي چارو همکار وايي دا هیڅ کله دلیل نه شي کیدلای.

د استهداف شوي فایل د وروستي بدلون نیټه

د استهداف شوي فایل د وروستي بدلون نیټه

نوموړی وايي چې تریټ کونکټ یو تجارتي شرکت دی چې دنده یې د ویب پاڼو د امنیت ساتل دي، او له همدې لارې خپل تجارت او کاروبار پر مخ بیايي، او پيسې لاسته راوړي، ځکه چې دغه شرکت امریکايي دی، او په امریکا کې چې کله د سایبر جګړې ، یا انټرنیټي جګړې خبره راځی، نو امریکایان په لومړي قدم کې چین ته ګوته نیسي، او د هر سایبر برید لومړنۍ مسؤول چین بولي، چې دلته هم دغه ذهنیت کار کړی، او لومړی ګوته چین ته نیول شوې.

نوموړی وايی چې دا هیڅ بعیده نه ده چې نور جهتونه دې د دې لوی برید او جاسوسي هڅې تر شا لاس ولري.

د افغانستان د دولتي ادارو ویب پاڼې چې ځیني یې په ډیر غیر مسلکي توګه چلیږي، او اکثریت یې په میاشتو میاشتو نه اپډیټ (تازه) کیږی، د سیکورټي هیڅ انتظام نه لري او نه هم کوم فایروال، انټي وایرس، انټرنیټ سیکورټی یا بل څه داسي سوفټ ویر کاروي، چې د هیکرانو مخنیوی وکړي، چې له کبله یې دغه پاڼې هر وخت د هیکرانو د تهدید سره مخ دي، او هم مختلف جهتونه د مهمو دولتي ادارو اړوند مهم لاسوندونه تر لاسه کولای شي.

هغه دولتي مشهوري ویب پاڼي چې په دغه راپور کې ورته اشاره شوې، او ویل شوي چې وایرس متضرري کړي، په لاندي ډول دي:

http://canberra.afghanistan.af/en (Afghan Embassy in Canberra, Australia) په استرالیا کې د افغانستان د سفارت ویب پاڼه
http://herat.gov.af/fa (Herat Province Regional Government) د هیرات ولایت رسمي پاڼه
http://mfa.gov.af/en (Ministry of Foreign Affairs) د بهرنیو چارو وزارت پاڼه
http://moci.gov.af/en (Ministry of Commerce and Industries) د تجارت او کارخانو وزارت ویب پاڼه
http://moe.gov.af/en (Ministry of Education) د پوهنې وزارت ویب پاڼه
http://mof.gov.af/en (Ministry of Finance) د تجارت وزارت ویب پاڼه
http://moj.gov.af/fa (Ministry of Justice) د سترې محکمې ویب پاڼه
http://mowa.gov.af/fa (Ministry of Women’s Affairs)، د ښځو د چارو د وزارت ویب پاڼه
http://oaacoms.gov.af/fa (Office of Administrative Affairs and Council of Ministers) د چارو د ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا دارالانشا

http://president.gov.af/ps ( د جمهوري ریاست دفتر)

باید وویل شي چې د ولسمشرۍ دفتر هم د همدې سوفټ ویر او معلوماتي مرکز څخه کار اخلي کوم چې د امریکايي امنیتی شرکت په وینا هیک شوی، او د کارونکو او لیدونکو معلومات یې کیدای شي اول په اوله هیکرانو ته رسیږي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
gul
میلمه
gul

ډیر ښه معلومات ، دکرزي حکومت خو هسې د ملا نصرالدین کلا ده چې هر څوک ورته اوړي رااوړي ، نو د هیکرانو مخه به څوک ونیسي، مګر دنن ټکی اسیا د فیسبوک صفحه کې هم ضرور څه وایروس شته زه یي چی خلاصه کړم نو دکمپویتر می جام شي هسې نه ستاسو پاڼه هیک نشي