افغانستان

عبدالکريم متين د پکتيکا نوی والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د سيمه ييزو ارګانونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې پخوانی لوړ پوړی چارواکی عبدالکريم متين يې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په امر د پکتيکا د والي په توګه ټاکلی دی.

د سيمه ييزو ارګانونو اداره وایي، چې ښاغلی کريم په اداري چارو کې ښه تجربه لري او له دې وړاندې يې هم د کليو او پراختيا وزارت او سيمه ييزو ارګانونو کې پر لوړو څوکيو دندې ترسره کړي دي.

د پکتيکا پخوانی والي محب الله صميم وروسته له هغې له خپلې دندې ګوښه کړای شو، چې د پکتيکا خلکو د والي پر ضد لاريون وکړ او له اشرف غني يې وغوښتل، چې د پکتيکا والي له دندې ګوښه او پر ځای يې بل نوی او وړ والي دوی ته وروليږي.

د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د غزني، لوګر، کندهار، کندوز، سرپل، بغلان، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو خلکو مرکزي حکومت ته له ولايتي چارواکو او واليانو شکايتونه کړي دي، مګر د ګډ حکومت مشرانو تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او نه يې د خلکو غږ ته ځواب ويلی دی.

د ګډ حکومت مشرانو اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ګډې پرېکړې له مخې د کابيني ټول وزيران او د ټولو ولايتونو واليان سرپرستان اعلان کړي او د درې مياشتو په تېرېدو لا هم د کابينې څرک نه لګيږي او د ګډ حکومت مشران او د هغوی مرستيالان وخت پر وخت رسنيو سره په خپلو خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به نوې مسلکي کابينه اعلان کړي.

د ولسي جرګې ريس ښاغلي عبدالرؤوف ابراهيمي د تېرې مياشت په پيل کې ګډ حکومت ناقانونه وباله او زياته يې کړه، چې د اساسي قانون له مخې حکومت د کابينې جوړولو لپاره دوه مياشتې وخت لري، مګر ګډ حکومت تر اوسه هم په دې نه دی توانېدلی، چې کابينه اعلان کړي او له دې وروسته د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت سر تر پايه ناقانونه دی.

تېره ورځ يو ځل بيا د ولسي جرګې ريس ښاغلي ابراهيمي پر ګډ حکومت نيوکه وکړه او دغه حکومت يې «امريکايي او د امريکا سفارت يې د حکومت زيږنځانی» وباله.

د کارپوهانو په وينا د کابينې د ځند او خنډ ګڼ لاملونه شته، چې يو شمېر يې کورني او ګڼ نور يې د بهرنيو هېوادونو مداخله او لاسوهنه ده.
د اشرف غني او عبدالله پټې سرچينې وايي، چې د کابينې او واليانو د ټاکلو خنډ د دواړو مشرانو ترمنځ د کسانو د ټاکلو او معيار پر سر چنې او ناندرۍ دي.

دغو دواړو مشرانو د ټاکنيز کمپاين پر مهال خپلو پلويانو سره د وزارتو، ولايتونو او نورو لوړو څوکيو ژمنې کړي او اوس هر يو هڅه کوي، چې خپلې ژمنې ترسره کړي، مګر تر اوسه هم دواړه مشران د يو بل د غوښتنو پر وړاندې خنډ دي.

تېره مياشت نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي و، چې شونې ده، د کابينې اعلان تر ډېره وځنډيږي او کيدای شي دا انتظار شاوخوا يو کال وخت ونيسي.

دواړه مشران يوازې د رحمت الله نبيل پر ټاکنه يوه خوله دي

د عبدالله د ټاکنيز ټيم مخکښ غړی سيداسحاق ګيلاني وايي، چې د ګډ حکومت دواړه مشران يوازې د ملي امنيت د سرپرست ريس رحمت نبيل پر ټاکنه يوه خوله دي، ځکه چې نوموړی د امريکا او برتانيا له خوا په ګډه ټاکل کيږي.

له ګډ حکومته د خلکو او حتا د دواړو مشرانو د پلويانو هېلې او ارزوګانې شکېدلي او په ټولنيزو شبکو کې اوس دواړو مشرانو پسې سپکې سپورې او د نهيلۍ خبرې کوي او پر خپلو ټاکنيزو هلو ځلو پښېمانه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

ویل کیږی یوخان وه ،درضاعلی په نوم یی هزاره دهقان (کرونده ګر)درلود،نوخان به په دهقان کارأومزدوری کوله ،مګرمځ أومزدوری به یی یانه ورکوله ،یاخوبه ترټاکلی أندازی کمه وه،درضاعلی خونورڅه به وس أوتوان کی نه وه،بس خپل خان ته به یی بددعاوی(ښیراوی)کولی ،لکه،خدادربدرت کنه،خداهلاکت کنه،خداوندسری توقهرنازل کندأو۰۰۰۰،،مګرخان چی به یی ډیرله ناروأوښیراووپه تنګ سو،نودرضاعلی دتسلی لپاره به یی یواځی داوویل،،أُورضاعلی بددوانکوروزی آخیرتُره خوشال مونوم،،،نودیرغلګرو،غلامانو،أودغلامانودچوپړیانویی کټ مټ همدغه دخان،أودهقان رضاعلی حال ده ،قاتلهم الله جمیعاً

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x