د افغانستان په جنوب کې د بهرنیانو یو تن عسکر(۳۳) ووژل شو
نن ټکی آسیا: په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز په یوه تازه خپره شوې خبر پاڼه کي ویلی چي ددوی یو تن عسکر نن دافغانستان په جنوبي برخه کې د طالبانو په برید کي ووژل شو.
بهرنیانو ددغه عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای د خپل سیاست له مخي نه دی ښودلی.
خو د بلي خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن سهار د کندهار د ژیړی ولسوالۍ په څو اړوندو سیمو کې
پر بهرنیو ځواکونو بریدونه تر سره شول، چي له کبله يې لږ تر لږه یو تن بهرنی عسکر مړ او دوه نور ټپيان شوه.
باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت جون کې تر اوسه بهرنیانو خپل د ۳۳ عسکرو وژل منلي دي.