نړۍ

د القاعده ویاند: د پیښور د ښوونځي پر وژل شویو ماشومانو مو تر زړه وینې څاڅې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د مرغومۍ لومړۍ ۱۳۹۳ل) د القاعده تنظیم د پاکستان د څانګې ویاند اسامه محمود د پیښور پر یوه پوځي ښوونځي باندې تر سره کړای شوی برید په ټینګه غندلی او ویلي دي چې په برید کې پر وژل شویو ماشومانو باندې یې تر زړه وینې څاڅي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغې اعلامیې کې کړې چې د فرانس پریس آژنس په شمول یې نورو نړیوالو آژانسونو ته هم لیږلې.

د القاعده تنظیم ویاند په خپلې اعلامیې کې ویلي چې دا ښکاره خبره ده چې د پاکستاني پوځ لخوا د مسلمانانو پر خلاف تر سره شوي جنایتونه تر حساب ډیر او د دغه پوځ چارواکي د امریکا په غلامۍ کې تر ټولو وړاندې دي ، خو دا په هیڅ صورت د دې مبرر نشي کیدای چې د دغو جنایتونو په انتقام کې دې د دوی معصوم ماشومان ووژل شي .

نوموړي دا هم ویلي چې کومه وسله چې مونږ د امریکایانو او د هغوی د غلامانو پرخلاف را پورته کړې هغه نه باید د معصومو ماشومانو او ښځو پر خلاف وکارول شي .

د تیرې سه شنبې په ورځ پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا په مرکز پیښور ښار کې د پاکستان د پوځ اړوند پر یوه ښوونځي برید وکړ چې په ترڅ کې ۱۴۹ کسان مړه او ګڼ شمیر نور ژوبل شول، چې ډیری یې د یاد ښوونځي زده کوونکي ول.

دغه برید د افغان طالبانو او القاعده تنظیم په شمول د پاکستان دیني علماوو او اسلامي ګوندونو هم په ټینګه غندلی او هغه یې داسلامي تعلیماتو خلاف عمل ګڼلی دى.

باید وویل شي چې طالبانو ددغه برید په اړه په خپل موقف کې ویلي وه چې دوی د پاکستان د پوځ جنرالان او د هغوی زامن په نښه کړې، چې په دغه مکتب کې ورته د مسلمانانو د وژني لپاره تربیت ور کیده.

په دې اړه د پاکستاني طالبانو رسمي موقف په اړه د نن ټکی آسیا لاندي راپور لوستلای شئ:

پاکستاني طالبانو د پېښور برید جزییات خپاره کړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

عجیبه ده څنګه د خپلو قاتلینو او د مسلمانانو د قاتلینو د زامنو په قتل مو د زړه نه وینی څاڅی ولی؟؟؟

دا دومره وینی چی تویږی په هغو مو زړه درد نکوی او په دوی؟؟؟
عجیب سیاست تاسی لری

اسماعیل ظریف

ډاکټر احمدي صاحب ! ماشومان معصوم دی هغه که د کافرانو زامن وي که د مسلمانانو او حتی که د یهودو زامن وي. په اسلامي شریعت کې ماشوم په هیڅ ډول تکلیف (فریضې) نه دی مکلف تر څو چې د بلوغ مرحلې ته نه وې رسیدلی . او بله خبره داچې قران کریم په صراحت سره وايي چې : ﴿ ولا تزر وازرة وزر أخرى ﴾ الزمر(۷) مفهوم د ایت کریمه دا دی چې ته د یوه نفر په جرم بل څوک مه نیسه . لهذا د پیښور د ښوونځي د ماشومانو قتل د هغوی د پلرونو په جرم د… نور لوستل »

sabawoon

They are not human

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام مګر خلکو ته نه ده مالومه چې القاعده مسلمانان دي او د ماشومانو وژل د خپل دین له مخې ناروا ګڼی؟ القاعده صیبان باید دې پوښتنې ته هم خداوند متعال په ځان شاهد ونیسی او جواب ورته ووایی چې د مظلومو قبایلو تنکي ماشومان، ښځې او سپین ږیري ولې او په کومه ګناه د بې پیلوټه بریدونو او د پاکستاني فوجیانو په وحشت کې په بې رحمانه توګه وژل کیژي؟ سبب یې تر لمر روښانه دی چې د القاعدی څخه پاتی مجاهدینو ته یې د اسلامي اخوت او پښتني دود او غیرت له مخې په… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

ظریف صیب! د غوربنی صیب نه مننه کوم او فکر کوم تابه دی ځواب ترلاسه کړی وی خو تا د القاعده نه کله هم پوښتنه کړی ده چی ایا تاسی چی د یو کس د وژلو لپاره په لس هاوو کسان وژلی دی لکه د افغانستان په ډیری ولایتونو کی لکه پکتیکا- ننګرها دکابل بانک پیښه- د کابل د پل چرخی په سړک په لس هاوو پیښی- د عراق انبار – بغداد او رمادی او نورو ښارونو کی چی کوم انفجارات شوی دی \ پس دهغوی مرګ چی مباح وی او د پاکستان او امریکی د پوځ په بمباری کی… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

جالبه خو د ټولو نه د عبدالسلام ضعیف دریځ وو په دی ارتباط- او ضعیف صیب هغه رسمی کس د طالبانو د رژیم نه وو چی د افغانستان رسمی سفیر وو په پاکستان کی خو کله چی د ۹/۱۱ پیښه په ۲۰۰۱ کال کی پیښه شوه نو د پرویز مشرف د حکومت له خوا د افغانستان د سفارت نه ونیول شو او امریکایانو ته تسلیم شو او ضعیف په دی اړه کله چی د بند نه را خلاص شو په دی اړه ویلی وو چی: ماته پاکستانیانو توهین کړی او ځه د خپل شخصیب اعاده غواړم ( خو بیا نه… نور لوستل »

غوربندي

ډاکټر صیب

تاسو ته سلامونه او احترام

ډېره چربه به یې هم نه وایو

د سلام ضعیف صیب لکنه یو جانبه نه وه هغه ټولو مظالمو ته اشاره کړې او دا یې هم روښانه کړې ده چې په چا تیری او ظلم وشي نو بیا تری د انصاف تمه نه ده پکار چی انتقام به په انصاف سره اخلي.

زه تری مننه کوم

له تاسو هم مننه

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم : پشتو کی یو متل دی وایی خبره به د خدای د پاره او کوتک به د ورور د پاره کاروی . زه بیا وایم چه کوتک هم باید د خدای د پاره وکارږول شی . په هر صورت ، د پشاور د ښوونځی د ماشومانو د وژنی پوری د عراق د شیعه وو د لوی مسحد د پیښی خبره را په یاد شوه چه د شیعه ګانو لوی لوی مشران پکی ووژل شو د غربی رسنیو یو ژورنالست د هغه ځای د شیعه ګانو یو لوی مشر ( مهدی صدر ؟ ) سره مرکه درلودله… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

استاد بیانزی ستاسی نه ډیره مننه او ستاسی ملی او اسلامی احساس د ستایلو وړ دی

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x