
اوباما: د ګوانتنامو زندان د مسلمانانو او مجاهدینو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): اوباما وايي د خپل ولسمشرۍ په پاته دوه کلونو کې به خپل ټوله هڅه کوي تر څو د ګوانتنامو زندان وتړي، ځکه چې دغه زندان د نړۍ د مجاهدینو او مسلمانانو لپاره د جهاد الهام ورکوي، او ځوانان نور هم جهاد او د امریکا ضد اعمالو ته هڅه وي.
نوموړي د ګوانتنامو زندان په اړه د سي ان ان تلویزون د یوه سوال په جواب کې دغه خبري کړي، او ویلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو او جهادیانو لپاره ګوانتنامو د الهام یو سرچینه ګرځېدلی.
اوباما زیاته کړې چې امریکا هیڅ اړتیا نه لري چې په ملیونو ډالره یوازي دګوانتنامو په زندان باندي مصرف کړي، په داسي حال کې چې امریکا کولای سي ددې مشکل حل په نورو لارو را وباسي.
اوباما د خپل ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې چې اوس یې شپږ کاله کیږي، ژمنه کړې وه چې دی به اول کار همدا کوي چې د ګوانتنامو زندان وتړي، خو نوموړی وروسته تر ۶ کلونو بیا هم نه دی توانیدلی چې دغه په وحشت سره پيژندل شوی امریکايي زندان وتړي.
د ګوانتنامو زندان د امریکا په ګاونډي هیواد کیوبا کې په یوه جزیره باندي جوړ دی، ځکه چې امریکا د ګوانتنامو جزیره خپله خاوره نه بولي، نو دلته د انسانانو په وړاندي غیر انساني سلوک روا بولي، او له هره قانونه ځان ما ورا ګڼي.
د امریکا د قانون سره سم په امریکا کې هر زنداني باید ژر تر ژره محکمه شي، او له محکمې پرته باید هیڅ یو انسان بندي نه کړه شي، او هر بندي ځانته حقوق لري، چې د هغو حقوقو په رڼا کې باید تعامل ورسره وشي، خو د ګوانتنامو زندانیان چې د اکثرو په خلاف یې هیڅ شواهد نشته، د تیرو ۱۳ کلونو راهیسي بېله محکمې په یو غیر انساني او وحشي بندې خانه کې اچول شوي.
د ګوانتنامو د زندان په تړلو کې د ځنډ لامل دا بلل شوی چې که د اوباما اداره دغه زندان تړي، نو بندیان به یې امریکا ته انتقاله وي، او هلته بیا د امریکا د قانون سره سم باید هر بندي محکمه شي، خو د امریکا د کانګریس (پارلمان) غړي په اکثریت سره ددې مخالفت کوي چې د ګوانتنامو زندان بندیان دي په امریکا کې محکمه شي.
أاللهم الیک نشکواضعف قوتناوقلّةحیلتناوهوانناعلی الناس ،یاربناأنت الله ولااله غیرک