افغانستان

مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله پنځه شپېتمه اونيزه غونډه وكړه

mehterlam_baba_ghondaسلیمان

مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله پنځه شپېتمه اوونيزه غونډه د ۱۳۹۰ لميريز كال د غبر ګولي په ۲۷ مه نېټه د خوشدل خان قاضي خېل په مشرۍ تر سره كړه ښاغلى مير عالم نويد د ځانګړي مېلمه په تو ګه ټاكل شوى وو د وياندويي چارې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې دتېرې اوونۍ ګزارش نظير الحق قريشي وړاندې كړ

غونډه د قاري محمد اياز جانباز لخوا د كلام پاك دمباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه .

له پرېكړې سره سم د قاري محمد اياز جانباز نثري ليكنه (( بربريت څه ته وايي )) كره كتنې ته وړاندې شوه چې ګډونوالو پرې ګټورې خبرې وكړې .

دغونډې په دويمه بر خه كې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو او مينه والو پكې بر خه اخستې وه ليكوال او ژورنالست فضل قادر انډيوال د ټليفون په ليكه خپل پيغام ګډونوالړو ته واوروه .

غونډه كې دغو كسانو بر خه اخستې وه .

1. خوشدل خان قاضي خېل

2. مير عال نويد

3. قاري محمد اياز جانباز

4. عبدالوهاب څاروان

5. ګل اغا شهباز

6. صفي الله سنګين

7. محمد داؤد جبار خېل

8. ګل اغا ګلزار

9. حبيب الله رستم

10. نور عبدالرحيم زى

11. سيد غازي

12. محب الرحمن

13. نظيرالحق قريشي

او يو شمېر مينوال چې غونډې ته يې ښكلا وربښلې وه .

غونډه دماښام لمانځه نه ورسته په دعايې كلام سره پاى ته ورسېده او د رحمت باران د اورېدو لپاره پكې ځانګړې دعا وشوه .

پرېكړه وشوه چې راروانې غونډې ته به چې د چنګاښ په دريمه نېټه به كېږي ګل اغا ګلزار خپل غزل كره كتنې ته راوړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x