نظــر

د تیلو نرخونه څنګه راټيټ شول؟!

لیکوال: شاکر جلالي

د شلمې پیړۍ له پیل سره د نړۍ ډېری هېوادونو د صنعتي کېدو پر لور مخ ګړندي ګامونه اخیستل. دغه حرکت په اروپا او امریکا کې نسبتا اسیا ته ډېر ګړندي ول. هر هېواد د خپل حرکت په نسبت د تېلو له بازار څخه د تیلو تقاضا کوله. څومره چې د نړۍ هېوادونو پر مختګ کاوه، په همدی پيمانه د تېلو اړتيا هم زیاتېده، تر دې چې د شملې پېړۍ په پنځوسمه لسیزه کې د منځني ختيځ د تېلو زخیرې کشف شوې او د نړۍ د تېلو اړتيا یې پوره کړه.

د وخت په تېرېدو سره اړتيا لا لوړه شوه؛ ځکه اسیایي هېوادنو هم د صنعي کېدو پر لور ګړندي ځغلېدل. چين د اویایمې لسیزې راوروسته د تیلو غوښتنه په نړیوالو بازارونو کې لوړه کړه، چې تر څنګ یې د تیلو قیمتونه په نړیوالو بازارونو کې لوړېده. دغه حرکت د ۲۰۰۰م کال نه راوروسته ډېر ګړندی شو او د تیلو نرخونه ورځ تر بلی لوړېدل تر دې چې په ۲۰۰۸ میلادی کال کې نړیوال مالي بحران منځته راغی او له هغې سره د تېلو نرخونه يوه اندازه وغورځېدل؛ خو د تېلو دغه اړتيا په خپل ځای ورځ تر بلې لوړېده او د دې غوښتنې تر شا د چین اقتصادي وده وه چې د تیلو استعمال یې زیاتېده او د دوی اړتيا هم په نړيوال بازار کې زياتېده.

په دغه چارټ کې له ۱۹۸۷ څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې د تېلو نرخونه ښکاري.

له ۲۰۱۰م کال وروسته کله چې په لیبیا کې حالت کړکېچن شو، د نړۍ په مارکیتونو کې د تېلو عرضه لږه شوه. دغه پيمانه تېلو نشوای کولای چې د تېلو نړیواله تقاضا پوره کړي. له یوې لورې د چین تقاضا لوړه شوه او له بلې لورې په لیبیا کې کورنی کړکېچ د تېلو صادرات په مارکېټونو کې کم کړ، نو له همدی امله د تېلو بیه په نړیوالو بازارونو کې لوړېده، تر دې چې په تېر جون کې د یو بېررل تېلو نرخ ۱۱۵ ډالرو ته لوړ شو.

دا چې ولې په دومره چټکۍ سره د تېلو قیمتونه بېرته غورځېدل، تر ټولو مهم لامل یې د اوپېک د غړو هېوادونو تر منځ د همغږی نشت وو. اوپېک د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان دی چې موخه یې د تېلو د نرخ توازن ساتل دي. هر هېواد د خپل سهم مطابق تېل صادروي.

په دې وروستیو کې د ایران او سعودی تر منځ کشمکش وو چې د دغه سازمان تر ټولو مهم غړي هېوادونه دي، په یوه خبره سره سلا نشي او د تېلو صادرات د نړۍ بازارونو ته زیاته شوه او خپل ارزښت یې له لاسه ورکړ، تر دې چې په دې وروستیو کې د یو بېرل تېلو قیمت ۵۹ ډالرو ته ښکته شوه.

نور لاملونه:

تر ټولو مهم لامل یې د اوپېک د غړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ کمی دی. کله چې دغه واټنونه زیاد شي، د تېلو پر نرخونو ډ‎ېر ژر اغېزه کوي او د تېلو په صادراتو کې توازن له منځه ځي، چې له امله يې تیل خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

د تېلو سوداګري ډېره ګټوره ده او ډېر نړیوال سوداګر پکې بوخت دي، له همدې امله ځینو امریکایې کمپنیو د امریکا په باککن ایالت کې د تېلو استخراج پیل کړ. دغه د تیلو دغې څاه تر اټکله ډېر تېل درلودل. په ۲۰۱۴م کال کې د ورځي یو ملیون بېرل تېل استخراجېږي چې په امریکا کې له ټکساس وروسته دوهمه ستره زخیره ده.

د ۲۰۰۸م کال له مالي کړکېچه وروسته د اروپا ډېری شرکتونو ونشوای کولای چې نور خپلو تولیداتو ته دوام ورکړي. له دې امله هم د تېلو تقاضا ښکته شوه.

د تېلو کړکېچ د چا په ګټه دی؟

دا ښکاره ده چې د تېلو استعمالوونکو هېوادونو لپاره دا رحمت دی چې د تېلو نرخونه ښکته شي او دوی خپل ضرورت پوره کړي. تر ټولو زیاته ګټه یې زیاتو استعمالوونکو هېوادونو ته رسېږي. په لاندېني چارټ کې د نړۍ تر ټولو زیاتو استعمالوونکو هېوادونو لست وګورئ:

په دغه چارټ کې د تېلو تر ټولو ستر مصرفوونکي وينئ.

د دې لست مطابق د تېلو ستر مصرفوونکی هېواد امریکا دی. ورپسې چين او درېیم هېواد چاپان دی. د لست مطابق د تېلو د نرخونو په ټيټېدو کې ډېره ګټه د امریکا او ورپسی د چین او بیا چاپان ده. په همدی ترتیب جنوبي کوریا وروستی هېواد دی.

د دې تر څنګ له صنعتي هېوادونو وروسته د درېیمې نړۍ هېوادونه د تېلو له لوړو نرخونو څخه کړېږي او نشي کولای چې د خپلې اړتیا وړ تېل لاسته راوړي. دغه هېوادونه د تل لپاره له دې چلېنچ سره مخ دي چې اوسمهال ترې خوند اخلی او دوی له یوې اوږدې مودې را په دې خوا اوس یو څه ارام شول.

او د چا په تاوان؟

تر ټولو ستر تاوان پکې د تېلو صادروونکو هېوادونو کړی چې هغوی په ډېر لږ نرخ سره خپل تېل صادروي. ځینې کار پوهان په دې نظر دي چې د تېلو د بازار دغه بحران د امریکا له لورې د روسیې په مقابل کې د هغوی اقتصادي وهلو لپاره رامنځ ته شوی. په دې وروستیو کې د اوکراین د کړکېچ له امله امریکا او روسیه یو بل سره اقتصادی جګړی ته ننوتي دي. روسان غواړي چې د ډالرو پر ضد کار وکړي او امریکایان چې هر وسیله مناسبه وګوري له هماغې استفاده کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

100

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx