دفاع وزارت: د اردو پنځه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۳ل): د افغانستان دفاع وزارت مسوولین وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو د اردو پنځه عسکر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د طالبانو په بریدونو کې پنځه تنه عسکر وژل شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې دغه عسکر د طالبانو په ماینونو او د سپکو او درنو وسلو په حملو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی، چې د هېواد په ختیځ کونړ ولایت کې لا هم د دانګام جګړه په زور کې روانه ده.

د طالبانو ویاند وايي چې نن سهار يې هم لس تنه اربکیان وژلي او د هغوی پرونۍ جوړه شوې پوسته يې نن بېرته له منځه وړې.

طالبان وايي چې د شپږو تنو اربکیانو جسدونه لا هم د پېښې په ځای کې پراته دي.

دولتي مسوولین هم مني، چې په دانګام کې لا هم جګړه په شدت سره روانه ده خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د