افغانستان

د کونړ دانګام کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ يوځل بيا جګړه پيل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د کونړ ولايت دانګام ولسوالۍ کې له تېرو لسو ورځو راهيسې د ځايي اربکيانو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښتې روانې دي او او تر اوسه يې د اربکيانو د مشرانو او پلويانو په ګډوڼ ګڼو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کونړ ځايي اربکيان له تېرو لسو ورځو راهيسې له مرکزي حکومت څخه د نظامي مرستو او هوايي ځواک غوښتنه کوي.

ملي دفاع وزارت وړمه ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و، چې سيمې ته يې د ملي اردو ګڼ شمېر عسکر لېږلي، تر څو د سيمه ييزو اربکيانو په ملاتړ له طالبانو سره وجنګيږي او سيمه له طالبانو پاکه کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې وويل، چې دولتي عسکرو او پوليسو ته يې د دانګام ولسوالۍ شاوخوا سيمو کې کمين نيولی و او ځمکه کې يې ورته ماينونه ښخ کړي او د ياد کمين په ترڅ کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د فاع وزرات په خپله نننۍ خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ يو خل بيا خونړۍ نښته شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې دا جګړه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د مشر تورن جنرال محمد زمان وزيري په مشرۍ پر مخ بيول کيږي او تر اوسه يې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، مګر خبر پاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې څومره طالبان يې وژلي او کوم پرمختګ يې کړی کنه.

بل پلو د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره شپه دولتي عسکرو هڅه وکړه، چې سيمه کې د دوی پر نظامي ملګرو بريدونه وکړي او د دې لپاره يې ټانګي سيمه کې نوې پوسته هم واچوله، مګر د دوی د ملګرو له خوا له چټک غبرګون سره مخ شول او دولتي عسکر يې په شا تګ ته اړ کړل.

مجاهد زياتوي، چې د دوی ملګرو پر ياده پوسته پراخ وسله وال بريد پيل کړ او له څه وخت جګړې وروسته يې پوسته ونيوله او شاوخوا لس دولتي عسکر او اربکيان يې ووژل او مړي يې اوس هم د جګړې په ځای کې پراته دي او نهه نور يې ټپيان دي.

دانګام کې څوک جنګيږي؟

په ټولنيزو شبکو کې يو شمېر فعالان وايي، چې د کونړ دانګام ولسوالۍ کې پاکستاني عسکرو پر ځايي خلکو بريدونه کړي او له تېرو لسو ورځو راهيسې له مرکزي حکومته غوښتنه کوي، چې دانګام ته مرستندوی ځواکونه وليږي، مګر رسمي سرچينو تر اوسه دا نه دي ويلي، چې دغلته پاکستاني عسکر راغلي دي.

د کورنيو چارو، دفاع وزارت او ملي امنيت وايي، چې طالبانو دانګام کې پر اربکيانو او ځايي ملیشو بريدونه کړي او د ګڼو اربکيانو کورونه يې ورسوځولي دي.

د ملي امنيت ريس رحمت الله نبيل وړمه ورځ ولسي جرګې ته په خپلو څرګندونو کې وويل، چې طالبان غښتلي دي او په شته وسايلو دوی د طالبانو مقابله نه شي کولای.

ښاغلي نبيل زياته کړه، چې دوی له څو ورځو نارې وهي، چې الوتکې ورکړی، خو افغان حکومت هوايي ځواک نه لري، چې پر طالبانو بمبار وکړي او يا هم سيمه کې خپل عسکر کوز کړي.

د کونړ مرکز اسعد اباد څخه يو ځايي خبريال د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا سره د خبرو په ترڅ کې وويل، چې سيمه کې د ځايي اربکيانو او افغان طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او هيڅ بهرنی په دغه جګړه کې برخه نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې ځايي اربکيانو اعلان کړی و، چې دانګام ولسوالۍ به له طالبانو پاکوي او د همدې لپاره يې د طالبانو پر ضد پاڅون پيل کړی او د پاڅون پر مهال يو شمېر حکومتي چارواکو اربکيانو ته ډاډ ورکړی و، چې دولت به يې مرسته کوي، نو ځايي اربکيانو نور هم خپلو هڅو ته زور ورکړ او وروسته څرګنده شوه، چې حکومت هم د ځايي اربکيانو په مرسته کې پاتې راغی.

نوموړي خبريال زياته کړه، چې تر اوسه د کونړ مرکز اسعداباد ته څومره مړي او ټپيان راوړل شوي، ټول يې نظامي چارواکي او ځايي اربکيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

بسم الله الرحمن الرحیم.
محترمو وروڼو او خویندو ! د کابل غلام حکومت او اجیر صلیبي اردو په داګام کې شکست خوړلی الله اکبر !!!
د خپل مورال لویدلي اردو له پاره درواغجن تبلیغات کوي.
آیا د شورا نظار ماتی شوی اردو جرئت لري چي خارجي ژورنالستانو ته اجازه ورکړي چي د دانګام نه لیدنه وکړي او حقیقتونه معلوم شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x