افغانستان

فاریاب کې چاودنې د ۵ ماشومانو ژوند اخېستی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۵ ماشومان وژلي دي.

د شرین تګاب ولسوال سیدلقمان ګهریک ویلي چې دغه ماین بېګا شپه د شوردریا په سیمه پر ماشومانو وچاودید.

نوموړي ویلي چې د چاودنې له امله ۴ ماشومان ځای پر ځای ووژل شول او یو ماشوم روغتون ته په لاره کې ومړ. نوموړي د ماشومانو عمرونه د ۱۰ نه تر ۱۳ کلونو پورې ښودلي.

د شیرین تګاب ولسوال ادعا کړې چې ماین د طالبانو له لوري ايښودل شوی و، کله چې ماشومان له دغه ځایه تېریدل، د ماین سیم يې کش کړ او پرې وچاودید.

ګهریک له قوله په شوردریا سیمه کې دولت حاکمیت نه لري او دغه سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

طالبانو تر دې مهاله ددغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دغسې پېښې زیاتره له هغو ماینونو له امله هم رامنځته کیږي چې د روسانو د اشغال پر مهال ځای پر ځای شوي وو.

د افغانستان په هره سیمه کې اوس هم هغه ماینونه چې روسي یرغلګرو لخوا ځای پر ځای شوي و، د عامو خلکو ژوند اخلي.

دا په داسې حال کې چې د فاریاب امنیه قومندانۍ تېره میاشت ویلي و چې د روان کال په اوږدو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۹۲ ملکي وګړي چاودنو او بریدونو وژلي او تر ۲۱۰ څخه زیات نور ټپي کړي.

همدا راز د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۴ز کال په افغانستان کې ۳۱۸۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۴۲۹ نور ټپیان شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x