افغانستان

جوزجان: په شپنیو عملیاتو کې بهرنیانو دوه تنه قومی مشران نیولي

us_troops_and_afghan_elderنن ټکی آسیا: د جوزجان ولایت په قوشتیبه ولسوالۍ کې بهرني ځواکونو د خپلو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه قومي مشران له ځانه سره بیولي.

د جوزجان ولایت امنیه قوماندان عبد العزیز غیرت رسنیو ته ویلی چي بهرنیو قواوو تیره شپه د قوشتیبه ولسوالۍ د چقمه چقور په سیمه کې دغه عملیات تر سره کړې، او دوه تنه قومي مشران چي محمد یار او محمد ابراهیم نومیږي.

قوماندان ویلی چي د بهرنیانو هدف د طالبانو یو تن قوماندان قاري روح الله وو، خو د هغه په نیولو ونه توانیدل، او پرځای يې دغه دواړه قومي مشران له ځانه سره بوتلل.

ایساف هم منلي چي دوی په دغه سیمه کې عملیات د یو قوماندان د نیولو په هدف نیولي، خو د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه شکمن مخالفین نیولي.

باید وویل شي چي دوه ورځي تر مخي یو نړیوال خبري اژانس خبر ورکړی وو، چي د بهرني ځواکونو مشر جنرال پټریاس د طالبانو د مرګونو او نیونو په اړه د خورا مبالغي څخه کار اخلي، او خپلي ناکامیو په اړه د بریاوو راپورونه ورکوي، او همداسي هغه ادعاوي چي بهرنيان يې د مخالفینو د نیولو په اړه کوي، د هغوی څخه ۹۰ فیصده عام وګړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x