
پاکستان غواړي ۵۰۰ نور محکومین اعدام کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): پاکستاني چاراکو نن دوشنبه فرانس پرس آژانس ته ویلي چې د دغه هیواد عدلي او قضايي چارواکې غواړي نور ۵۰۰ هغه کسان چې د دوی لخوا په تروریستي پیښوکې د ښکیلتیا له امله په اعدام محکوم شوي په څوراتلونکو اونیوکې ټول اعدام کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وزیر چودري نثار علي خان بېګا په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل: حکومت پریکړه کړې چې شاوخوا ۵۰۰ تنه پړه کسان چې د مرګ سزا په خلاف يې استیناف رد شوی په را روانو دوه اونیو کې اعدام کړي.
نوموړي ویلي چې د پېښور په غونډه کې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف ترې غوښتنه وکړه چې د اعدام پر پریکړه لاسلیک وروسته دې اعدام ژر تر ژره وشي چې حکومت ورسره ومنله.
پاکستان په ۲۰۰۸ کال کې وروسته تر هغه د اعدام سزا وځنډوله چې د بشري حقونو سازمانونو لخوا یاد هیواد په هغه لیست کې راوستل شو چې ډیر اعدامونه کوي .
له ۲۰۰۸ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره پاکستاني پوځي چارواکو پر اعدام لګول شوی بندیز بیرته پورته او د تیرې چارشنبې په ماښام یې دوه تنه طالب بندیان او پرون د یکشنبې په ورځ ۴ تنه بندیان اعدام کړل.
په اعدام شوو کسانو کې ځينې د پاکستان پخواني پوځيان دي او یو هم روسی تبعه کس دی.
هغه د زمری او د ګیدړ د یاری کیسه می را په یاد شوه
مونږ طالبانو ته پخوانه ویلی وو چی دوی نه دوستان کیږی ددوی د پښتون کام سره د ۱۰۰ کال
و بخښی پوره کامنت دلته دی هغه د زمری او د ګیدړ د یاری کیسه می را په یاد شوه مونږ طالبانو ته پخوانه ویلی وو چی دوی نه دوستان کیږی ددوی د پښتون کام سره د ۶۰ کلونو را هیسی دښمنی وه او ددوی د بادارانو د امریکی او انګریز د ۳۰۰-۴۰۰ کلونو را هیسی د پښتون او افغان قوم سره دښمنی وه ـ ولی غولیګی لږ فکر وکړی مونږ درته ویلی وو چی د امریکی د فوجی وژلو نه د ای اس ای او د پاکستان د فوج د غړیو وژل ضروری کاردی. ډیرو پاکستانیانو لپاره (البته ټولو… نور لوستل »
زه اوس هغه کسانو ته د طالبانو د غج اخستنی چه د فوڅیانو بچی یی وژلی وو که د باکستان د فوځ د انګریزانو د پاره خپل قوم وژنی دا هم هیره کړو او دی ته یی وګورو هغه کسان چه بندیان دی هغوی خو د دوی بچی نه دی وژلی او نه د هغه پیښی وخت کی بیرون وو پاکستان یی د خپلو بچو د غچ اخستنی د پاره بی ګناه وژنی ولی ش؟ دا په کوم اسلام کی او په کوم نړیوال قانون کی ده ، که ما وژنی دهشت ګر یم انصاف دی قایم کړی او که… نور لوستل »
ولا یو خبره ده چی ځینو قومونو هومره قربانی نه ده ورکړی لکه چی زمونږ قام قربانی ورکړی – ځه تعصب هیڅ کوم قوم سره نلرم خو د همدی اسامه بن لادن لپاره زمونږ هر څه لاړل – په هغی وخت کی چی امریکایانو د پاکستان د خاوری نه په استفادی سره پر مونږ حمله کوله همدا پنجابیان او داسی نور… وو چی د امریکی سره ودریدل او هغوی ته یی خپله جغرافیه او هوایی ډګرونه په خدمت کښی ورکړل هغی وخت کی هیچا مظاهره ونکړله( په غیر د یو څو پاکستانی پښتنو او یا نورو نه) – اوس هره… نور لوستل »