افغانستان

لوګر: د محمد اغه په ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو ۳ انتنونه له منځه وړل شوي

Comunnicationنن ټکی آسیا: د لوګر ولایت د محمد اغه په ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د افغان بی سیم د مخابراتي شبکې یو انتن په ماین له منځه یووړ.

د لوګر ولایت د والي ویاند پيښه تصدیق کړې، او زیاته کړې ده، چي دغه پيښه د محمد اغه ولسوالۍ د غزنی خیل په سیمه کې را منځته سوې ده، هغه ددغه برید مسؤولیت خپل پر مخالفینو طالبانو واچوی.

د محمد اغه ولسوالۍ ولسوال عبد الحمید حامد بیا د رسنیو سره په خبرو کې ویلی چي مخالفینو په دغه ولسوالۍ کې د روشن او اتصالاتو دوه نور انتنونه هم سوځولي دي، چي په دې ډول تیره شپه او نن سهار ددغه ولسوالۍ ۳ انتنونه له منځه تللي.

د یادوني وړ ده چي په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې هم په څو پر لپسې پيښو کې یو شمیر انتنونه له منځه یووړل سوه، چي افغان دولت يې پړه پر طالبانو ور واچول، خو طالبانو ددې خبرونو نه تردید او نه يې هم پخلی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x