بلیک بیري (Black Berry) خپله ویجاړیدونکی سمارټ فون جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): له دې مخکې بوینګ (Boeing) کمپنۍ اعلان کړی و چې دغه کمپنۍ په یو داسې سمارټ فون کار پیل کړی چې د ضرورت پر مهال خپل معلومات په خپله له منځه وړي.

نن ورځ بلیک بیري کمپنۍ هم تایید کړه چې دوي دغه سمارټ فون په جوړلو کې د بوینګ کمپنۍ سره یو ځای کار کوي او دغه سمارټ فون به راتلونکی مارچ میاشت کې بازار ته وړاندې شي. دغه سمارټ فون بلیک بوینګ (Black Boing) نومول شوی.

بلیک بیري کمپنۍ مشر د دغې کمپنۍ وروستۍ لاسته راوړنو په اړه څرګندونو کې دغه خبر هم کاروونکو ته ورکړ.

بلیک بیري کمپنۍ مشر وویل:« مونږ ډیر خوشحاله یو چې د بوینګ له کمپنۍ سره په یوه خاصه پروژه کار کوو. زمونږ غوښتنه د یو داسې سمارټ فون جوړول دی چې په سمارټ فون کې موجود معلومات په هیڅ ډول د نورو لاس ته ور نشي او د دې موخې لپاره به مونږ له پلېټ فارم بي اي ایس ۱۲ (Platform BES 12) څخه استفاده کوو.»

پر دغه سمارټ له ۲۰۱۲ زیږیدیز کال څخه کار پیل شوي. دغه سمارټ فون یو خاص اپشن لرلو سره د ضرورت پر وخت په سمارټ فون کې موجود ټول معلومات له منځه وړي.

بوینګ دغه سمارټ فون د دولتي چارواکو او د نورو کمپنیو مشرانو لپاره جوړوي چې د هغوي په سمارټ فون کې شته معلومات د غلا کیدو ویره ختمه شي ځکه چې دغه سمارټ فون د غلا کیدو پر مهال خپل ټول معلومات له منځه وړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د