افغانستان

د کابل ښاروال له خپلې دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د کابل ښاروال محمد يونس نوانديش له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د کابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې ښاغلي نوانديش خپله استعفا د ولسمشرۍ مقام ته لېږلې، مګر تر دې دمه د نوموړي د استعفا په اړه ځواب نه دی راغلی.

ويل کيږي، چې د کابل ښاروالي هم په ګټو کې له ولسمشرۍ کمه نه ده او د همدې څوکۍ لپاره د هېواد ګڼ سياسي ګوندونه او فعالان هڅه کوي، چې د کابل ښاروالي په خپل واک کې ولري.

د کابل ښاروالۍ له تېرو ديارلسو کالو راهيسې د سياسي ګټو او (سيالو) مهم مرکز او د اداري فساد يو مهم ځای بلل کيږي او د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې هر ښاروال د اداري فساد په تور له دندې ګوښه شوی دی.

۱۳۸۸ل کال کې، چې د کابل پخوانی ښاروال عبدالاحد صباحي د اداري فساد په تور له دندې لرې شو، نو کرزي ښاغلی نوانديش د نوي ښاروال په توګه وټاکه، مګر پر ښاغلي نوانديش هم د دندې له پيل څه موده وروسته د اداري فساد تورونه پورې شول.

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي قيس حسن له ګڼو نورو وکيلانو سره يو ځای ښاغلی نوانديش د ځمکو پر غصب او اداري فساد تورن کړی و او له پخواني ولسمشر حامد کرزي يې د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه کړې وه.

د قيس حسن په مشرۍ يو شمېر وکيلانو تېرکال ارګ کې د ولسمشرۍ دفتر کې اعتصاب پيل کړی و او ګواښ يې کړی و، چې تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي، چې تر څو يې د کابل ښاروال له دندې نه وي ګوښه کړی، مګر پخواني ولسمشر کرزي هغه مهال د دغو وکيلانو غوښتنه په پټه خوله رد کړه.

ښاغلي نوانديش په مقابل کې پر دغو وکيلانو تور لګولی و، چې کابل کې يې ډېرې ځمکې غصب کړي او دی يې د غصب پر وړاندې خنډ دی او له همدې امله دغه وکيلان د ده د ګوښه کولو هڅه کوي.

تر اوسه د ښاغلي نوانديش د استعفا لامل نه دی څرګند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x