افغانستان

د ژورو اختلافاتو له کبله کابينه يو ځل بيا وځنډيده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې وه چې نن دوشنبه د مرغومي په لومړۍ نېټه ۹ تنه د کابېنې وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي د ګډ حکومت د دواړو مشرانو د ژورو اختلافاتو له کبله کابینې اعلان یو ځل بیا ځنډیدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جان کیري په لاس جوړ شوی د اشرف غني او عبدالله ګډ حکومت تقریبا درې میاشتې تیریږي، خو د وزیرانو او څوکیو پر سر د اختلافاتو له کبله حکومت لا هم کابینه نه لري.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان نن دوشنبه خبریالانو ته وویل چې دوی تمه درلوده چې د حکومت لخوا ورته نن د وزیرانو احتمالي لست وسپارل شوي خو دوی ته د کابینې د احتمالي وزیرانو رسمي لست نه دی ورکړل شوی.

نوموړي زیاته کړې چې د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د کابینې په جوړولو ژور اختلافات موجود دي او احتمال لري چې کابینه نوره هم وځنډیږي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون رییس عبدالقادر ځاځي ویلي چې تېره شپه دواړو مشرانو ټیمونو د کابینې د معرفي کولو اړوند ناسته درلودله او داسې راپورونه دوی ته رسیدلي چې دواړه ټیمونه یو ځل بیا موافقې ته نه دي رسیدلي او کابینې معرفي کول یو ځل بیا ځنډيدلي.

ځاځي زیاته کړې چې د کابینې د هغه لست په اړه چې تېره ورځ رسنیو ته په لاس کې ورکړل شوی و، د سخت ولسي غبرګون سره مخ شوې، او له همدې کبله دواړو ټیمونو یو ځل بیا ناسته وکړه او په ناسته کې د دواړو ډلو تر منځ اختلافات پيدا شوي.

د ولسي جرګې یو بل غړي غلام فاروق مجروح وویل چې ټاکل شوې وه نن /دوشنبه، مرغومي ۱/ د نهو نوماندو وزیرانو لست ولسي جرګې ته وسپارل شي خو تېره شپه یو ځل بیا د ولسي جرګې ته د لست استولو په پریکړه د حکومت دواړه مشران موافقې ته نه دي رسیدلي.

کابینه ټاکل شوې؛ ژر به معرفي شي

بل لوري د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وايي چې نوې کابینه یې ټاکلې او ژر به يې ولسي جرګې ته معرفي کړی.

جمهوري ریاست د وزیرانو د معرفي کولو ورځ نه ده معلومه کړې خو ویلي یې دي چې د نوې کابېنې غړي له پخوا تعین شوي او ژر به معرفي شي.

د تلې په ۷مه، ستمبر ۲۹مه اشرف غني د لوړې په مراسمو کې وویل چې د یوې نیمې میاشتې دننه به نوې کابینه اعلان کړي خو دغه کار یې تر دې مهاله ونه کړ.

وروسته د لیندۍ په ۹مه د لندن کنفرانس وړاندې وویل چې نوې کابینه به د دوو اونیو څخه تر څلورو اونیو پورې اعلان کړي. د اشرف غني د وینا وروسته له ۳ اونیو زیات وخت تیریږي خو حکومت لا هم کابینه نه لري.

د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وايي چې نوې کابینه به په ټاکلي وخت کې د ولسمشر اشرف غني لخوا اعلان شي.

نوموړي هغه راپورونه رد کړي چې د کابېنې په اړه ځینو سرچینو خپاره کړي و او ویلي یې دي چې څنګه ولسمشر وعده کړې وه تر هغه وخته به کابینه معرفي کړي.

اجراییه رییس هم د لندن د کنفرانس څخه وړاندې وعده کړې وه چې د دوه اونیو څخه تر څلورو اونیو به نوې کابېنه ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ګډ حکومت څلور تقسیمه شوې

بل پلو داسې راپورونه هم ورکول کیږي چې د کابینې د جوړولو مسئله تر هغې پورته ده څومره چې عام وګړي فکر کوي.

د راپورونو له مخې د ګډحکومت غړي څلور تقسیمه شوي دي: اشرف غني او ملګري یې لومړۍ ډله، عبدالله او ملګري یې دوهمه ډله، جنرال دوستم، سرور دانش او احمدضیاء مسعود درېیمه ډله او حاجي محقق څلورمه ډله ده.

ویل کیږي چې څلور واړه ډلې غواړي خپل ملګري او پلویان وړاندې کړي او مهم وزارتونه تر لاسه کړي چې له امله یې د کابېنې د جوړیدو لانجه ورځ تر بلې پراخیږي.

داسې راپورونه هم ورکول کیږي چې اشرف غني د مسلکي کابېنې غوښتنه کوي او نورې ډلې د کورنیو، بهرنیو او پوهنې وزارتونو پر سر ویش لانجې کوي. محقق غوښتنه کوي چې د کورنیو یا بهرنیو چارو وزارتونو څخه دې یو د ده پلویانو ته ورکړل شي خو د عبدالله عبدالله پلویان بیا دغه وزارتونه د خپلو پلویانو لپاره غواړي.

ځېنې سرچېنې وايي چې د دسمبر د یویشتمې شپې ناسته چې په ارګ کې دایره شوې وه، د کابېنې د ویش پر سر جنرال دوستم، سرور دانش او احمدضیاء مسعود له غونډې په غوسه ووتل.

شننونکي وايي چې د ګډ حکومت په څېر نوی حکومت هم د امریکا د سفارت او امریکا بهرنیو چارو وزارت د منځګړیتوب پرته د جوړیدلو امکان نه لري. دوی وايي چې امریکا یواځې کولای شي ټول په ځينو ځینو څوکیو او ځینې په مالي امکاناتو سره پخلا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x