افغانستان

طالبان: د طالبانو په نوم پيسي اخیستونکي مجاهدین نه، غله دي

taliban-fighters-pose-with-weaponsنن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځ زون کې د طالبانو د نظامی کمیسیون یو استازي چي ځان (شاهد) معرفي کوي، ویلي چي طالبانو د هیڅ چا څخه د جرم په بدل کي پيسی نه اخلي، او هغه خلک چي د طالب په نوم د خلکو څخه پيسې اخلي، هغه غله دي، او د طالبانو سره هیڅ نوعه اړیکي نه لری، ځکه چي دده په وینا د افغانستان اسلامي امارت په کلکه سره د غلو د مخنیوي پریکړه کړې ده.

ددغه کمیسون له لاري رسنیو ته یو لیکلي پاڼه هم استولي چي په لاندي ډول ده.

بسم الله الرحمن الرحيم

د ننګرهار ولايت ټولو مسلمانانو ته خبر ورکول کيږي چې د اسلام په مقدس دين کې د جنايت او يا غير جنايت په مقابل کې د مال تعذيب نشته نو لدې کبله دافغانستان د اسلامي امارت د ننګرهار ولايت مسئولين خپلو هيوادوالو ته خبر ورکوي چې بعضې کسان د طالبانو او مجاهدينو په نوم د خلکو څخه جبراً او په زور د مال او يا نورو شيانو غوښتنه کوي چې دوى نه مجاهدين دي ، نه طالبان او نه د مجاهدينو مشرانو هغوى ته د دې ډول اعمالو اجازه ورکړى ده.

لدې امله چې دا ډول کارونه يو ستر جنايت دى د ننګرهار ولايت مسئولين د ننګرهار اوسيدونکو ته خبر ورکوي هر هغه څوک چې د دې ډول ستونځى سره مخ شو نو د مبايل تليفون په لاندې شميرو دې د اسلامي امارت د مسئولينو سره اړيکه ونيسي څو ستونځه يې حل کړي.

0799580257

0799580237

0797434709

0797434722

0797434721)

بايد وويل شي چې په ننګرهار او يو شمير نورو ولايتونو کې وخت په وخت يو شمير خلک د طالبانو په نوم د خلکو څخه پيسې اخلي ، کله خلک تښتوي او کله يې په تليفوني پيغامونو سره دې ته اړ کوي چې پيسې ورکړي خو اوس د طالبانو د اسلامي امارت د ننګرهار وياند د دې خلکو سره خپل شلون اعلان  او ويې ويل چې دوى طالبان نه ، بلکه غله دي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x